د عفوې نړیوال سازمان: پر ملکي وګړو او تعلیمي مرکزونو حملې جنګي جنایت دی

د عفوې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل په کابل کې پر یوه ملکي تعلیمي مرکز انتحاري حمله جنګي جنایت بللی دی.

د چارشنبې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې د کانکور د تیارۍ په یوه کورس کې انتحاري حملې ۳۴ کسان ووژل او لږترلږه ۵۶ نور یې ټپیان کړل.

د عفوې نړیوال سازمان په یو خبرپاڼه کې د دې سازمان د جنوبي آسیا د برخې د کمپاینرې سمیرا حمید له قوله لیکي چې وايي، پر ملکي وګړو او تعلیمي مرکزونو عمدي حملې جنګي جنایت دی او هغو زده کوونکو چې په انتحاري حمله کې ووژل شول د پوهنتون د ازموینو لپاره تیاري نیوله.

د عفوې نړیوال سازمان همداراز یادونه کوي چې د افغانستان په اوسنیو ناامنه شرایطو کې له ګاونډیو هېوادونو او اروپا څخه د زرګونو افغان کډوالو راایستل له نړیوالو حقونو سرغړونه ده.

کاناډا هم د مهدي موعود پر ښوونځي برید غندلی دی او د برید د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

په کابل کې د کاناډا سفیر فرانسوا ریوست په یو خبرپاڼه کې ویلي یې دي چې دا حمله د افغانستان او انسانیت د دښمنانو کار دی