وال سټریټ ژورنال : د مرګوني تاوتریخوالي زیاتیدو په افغانستان کې د سولې لرلید خړ کړی دی

  • واشنګتن پُسټ

واشنګتن پُسټ لیکلي د کابل په لویدیځ کې د کانکور د امادګۍ د کورس ټولې ۵۰۰ څوکۍ له شاګردانو ډکې وې چې تر منځ یې یوه ځانمرګي بریدګر حمله وکړه.

واشنګتن پُسټ موعود کورس ته نږدې د یوه نانوای د شاګرد محمدرضاحسین داد په حواله لیکلي چې "یوه زړه بوږنونکې صحنه وه. جسدونه او وینې وې چې ټول ځای یې نیولی و."

ورځپاڼه لیکي د برید په ماښام یوه ډله ځوانان چې د غني حکومت یې ملامتوه او غوصه ول د موعود د کورس تر شاه د قربانیانو د درناوي په پار شمعې بلې کړې.

داعش ډلې د پنجشنبې په ورځ د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست

داعش ډلې د پنجشنبې په ورځ د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې په برید کې ټول ټال ۵۰ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ژوبل دي.

واشنګتن پُسټ : د غزني برید د لوی اختر لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند هیلې سبوتاژ کړې

واشنګتن پُسټ د همدې مقالې په دویمه برخه کې لیکلي چې د کابل مرګونی برید پر غزني ښار د طالبانو تر پنځه ورځني پراخ برید یوه ورځ وروسته وشو.

ورځپاڼه لیکي داسې ښکاري چې د غزني برید د لوی اختر لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند هیلې سبوتاژ کړې.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال هم په دې عنوان یوه مقاله لیکلې چې د مرګوني تاوتریخوالي زیاتیدو په افغانستان کې د سولې لرلید خړ کړی دی.

وال سټریټ لیکي د کابل مرګوني برید، پر غزني د طالبانو ډله ییزې حملې او په بغلان کې د طالبانو په لاس د افغان سرتیرو وژنې د اوربند د ټینګښت هیلې ماتې کړې.

د کابل مرګوني برید، پر غزني د طالبانو ډله ییزې حملې او په بغلان کې د طالبانو په لاس د افغان سرتیرو وژنې د اوربند د ټینګښت هیلې ماتې کړې

ورځپاڼه لیکي لرې ښکاري چې افغان حکومت او طالبان دواړه لوري دې د لوی اختر په مناسبت اوربند اعلان کړي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي: د طالبانو له خوا د غزني ښار تر محاصرې وروسته افغانان له ویرې او محرومیت خبرې کوي.

په همدې اړه په مقاله کې راغلي چې غزنویان عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د ورځپاڼې په لیکنه د غزني اوسیدونکي د اوبو او خواړو له جدي کمښت سره مخ دي او بریښنا هم پرې بنده شوې ده.

نیویارک ټایمز لیکلي: غزنویان عاجلو مرستو ته اړتیا لري

نیویارک ټایمز لیکلي سختو نا امنیو اړمنو خلکو ته د مرستو د رسولو بهیر له ګواښ سره مخ کړی دی.

ورځپاڼې د طالبانو وروستي اعلان ته هم پام کړی چې ویلي یې دي له دې وروسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې امنیت نه تضمینوي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه د جنګ په لومړیو کرښو کې مهمې بشري مرستې کوي.