ولسمشر غني: پر غزني ښار حمله لوي جنایت او غیر اسلامي کار و

د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني د غزني پر ښار د حملې په اړه وویل چې د اسلامي نړۍ د فرهنګي مرکز په توګه، پر دې ښار حمله لوي جنایت او غیر اسلامي کار و.

ولسمشر غني وویل:

"پر عامه تاسیساتو، د بیان د ازادۍ د ملاتړ پر ادارو او فرهنګي مرکزونو حمله داسې جنایت دی چې د بخښنې وړ نه دی، د اسلامي نړۍ پر فرهنګي پایتخت، غزني حمله د ټولو اسلامي هېوادونو پر ارزښتونو حمله ده، اطمینان درکوم چې د غزني درد د ټولو افغانانو او په خاصه توګه زما درد دي."

ولسمشر غني نن «چهارشنبه د زمري۲۴» د "سولې لپاره د ښځو اجماع" په نوم غونډه کې چې د کابل په اماني لېسه کې جوړه شوې وه، وویل چې په غزني کې یې د څښاک د پاکو اوبو، دوا اوخوراکي موادو د بېړنیو اکمالاتو امر کړی دی.

ښاغلي غني وویل چې د غزني ښار له خلکو سره د مرستې اوږد مهالی پلان هم لري.