سرخط: غزني د راروان احتمالي اوربند قرباني شو

د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو بیا هم تر ډېره په غزني د وسله‎والو طالبانو د حملې په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې "غزني د راروان احتمالي اوربند قرباني شو" تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې نن د غزني د جګړې شپږمه ورځ ده او لا هم په‎دې ښار کې ژوند عادي حالت ته نه‎دی راګرځېدلی.

د سرمقاله لیکونکي په وینا چې هلته هره خوا ورانې او ویجاړې ودانۍ تر سترګو کېږي، ولاړ دېوالونه تورو لوګیو وهلي او له درست ښاره ساه وتلې ده.

د سرمقاله لیکونکي د معلوماتو له مخې چې وسله‎والو طالبانو تر ډېره خپل وژل شوي جنګیالي د ډیورند کرښې پورې غاړې ته انتقال کړي دي.

په سرمقاله کې همدا شان راغلي دي چې په‎دغه جګړه کې د ښار ډېری دکانونه، کورونه او ان اته لوی مارکېټونه سوځول شوي دي او اوس دې ښار د سوریې د کوم جګړه ځپلي ښار بڼه خپله کړې ده.

خو د سرمقالې لیکوال پوښتنه کوي چې ولې وسله‎والو طالبانو داسې وکړل؟

د سرمقالې د لیکوال په باور وروسته تر هغې چې په کابل، جاکارتا، مکه او جده کې زرګونه دیني عالمانو د طالبانو ناولې جګړه فتنه وبلله او پر ضد يې فتوا ورکړه، د پاکستان توره ماته شوه او دغه هېواد د دې پر ځای چې د سولې په برخه کې مرسته وکړي؛ برعکس‌يې وسله‎وال طالبان لا جنګ ته وهڅول او دغې ډلې هم د پاکستان دا ارمان پوره کړ چې غزني يې ښکاره بېلګه ده.

اوس د غزني ښار د سوریې د کوم جګړه ځپلي ښار بڼه خپله کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې د دغه ډول حملو په کولو سره هڅه کېږي چې په راتلونکي لوی اختر کې د اوربند مخه ونیول شي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور په تېر اختر کې د اوربند پر مهال ولس طالبانو ته ډېره مینه ورکړه او همدا مینه لامل شوه چې د طالبانو په لیکو کې د سولې تمایل زیات شو او دا مسئله په هېڅ صورت پاکستان نه‎شي زغملی.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په غزني کې د خلکو قتل عام او د سولې خبرو ته د حکومت خوشبیني تر عنوان لاندې په مقاله کې له طالبانو سره د سولې په خبرو انتقاد کړی.

په مقاله کې راغلي په‎داسې حال کې چې طالبانو په غزني کې د خلکو په وژنو او د ښار په ویجاړولو سره دا وښوده چې سوله او روغه جوړه نه‌غواړي او اصلاً هېڅ اهمیت هم ورته نه‎لري، خو د سولې عالي شورا بیا ویلي چې طالبانو له افغان حکومت سره خبرو ته شین څراغ ښودلی دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور افغان حکومت له پخوا راهیسې د طالبانو په مقابل کې د تضرع له سیاسته کار اخیستی.

سرمقاله لیکونکی وايي، دا چې د حکومت مشران د طالبانو د ظلمونو باوجود له دغه ډلې سره د دوستي خبرې کوي دا په‎دې معنی ده چې دغو مشرانو ته د خپل ولس قرباني اصلاً اهمیت نه‎لري.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې "د غزني د جنایتونو تر شا د تاریخي دښمنانو لاسونه" تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې تېره شپه افغان ځواکونو په غزني کې وسله‎والو طالبانو ته سخته ماتې او په‎دې ښار کې يې بېرته عادي ژوند ته زمینه برابره کړه.

ورځپاڼې د غزني د والي له قوله لیکلي دي چې په‎دې پنځه ورځنۍ جګړه کې نږدې ۴۰۰ وسله‎وال مخالفین او تر ۱۰۰ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي دي.

د سرمقالې لیکوال روسیه، پاکستان او ایران تورن کړي چې د غزني د حملې تر شا لاسونه لري.

د سرمقاله لیکونکي د معلوماتو له مخې، پاکستاني چارواکو هم منلې چې د غزني له جګړې د وژل شویو جنګیالیو جسدونه وروړل کېږي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې افغان حکومت باید نور په نړیواله کچه د دې ناروا جګړې د بندولو لپاره لاس په کار شي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور طالبان خپلواک نه‎دي او ورسره د سولې په خبرو وخت او لګښتونه دې، نړیوالو ډیپلوماتیکو اړیکو ته ځانګړي او د جګړې د بهرني اړخ د مخنیوي لپاره دې لاس په‎کار شي.