له هغوی سره به چې پر غزني د حملې په مخنیوي کې یې غفلت کړی، قانوني چلند وشي

د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست وایي چې پر غزني ښار د سلګونه طالبانو د حملې د څرنګوالي په اړه تحقیقات کوي.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه ریاست وایي، له هغوی سره به چې پر غزني ښار د وسله‌والو طالبانو د حملې په مخنیوي کې یې بې‌پروایي یا غفلت کړی، قانوني چلند وشي.

د دې ریاست مرستیال ویاند امید میثم تېره ورځ ناوخته په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ دا منو چې ضعف و. ضعف ښایي په هغو برخو کې و چې هلته بې‌پروايي یا غفلت شوی، د غزني مسؤلینو خپل مسؤلیتونه سم نه‌دي پر ځای کړي. که کمزوري نه‌وی طالبانو نه‌شوی کولای چې د غزني ښار تر نیمایي وړاندې لاړ شي او څو ورځې د غزني ښار ځینې برخې تر خپل کنټرول لاندې راولي. وروسته له هغې چې سیمه بشپړ له دښمنه پاکه شي، د افغانستان د حکومت مشرتابه به څېړنه او تحقیقات وکړي او هغوی به چې وظیفوي غفلت‌یې کړی، د دې وړ وګڼل شي چې قانون پرې تطبیق شي."

د حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

سلګونه وسله‌والو طالبانو د تېرې جمعې په ورځ له څو لورو پر غزني ښار حمله وکړه چې د ښار دننه څلور ورځې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل وو.

د غزني ښار ته د وسله‌والو طالبانو له ننوتو سره داسې ادعاوې هم شوي چې افغان امنیتي ځواکونه د هغوی په وړاندې نه‌دي درېدلي.

د امنیتي چارو کارپوه عتیق‌الله امرخېل پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغې ادعا په تأیید وویل:

"د غزني د ولایتي شورا له غړو سره چې ما خبرې کړي هغوی وایي چې د امنیتي کمربند په یوه برخه کې ځواکونو هېڅ مقاومت نه‌دی کړی او کله چې طالبان راغلي هغوی ته‌یې لاره ورکړې ده. بله دا چې ډېره بې‌پروايي شوې، هلته یوه لوا پرته ده چې درې زره نفره لري، د پولیسو او ملي امنیت له ځواکونو سره‌یې چې حساب کړی شمېر یې له څلورو زرو تنو اوړي. دوی هاغسې چې لازمه ده مقاومت نه‌دی کړی. د دوی په منځ کې هماهنګي یا همکاري هم نه‌وه."

خو د افغانستان جمهوري ریاست په غزني کې د طالبانو په وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مقاومت بې‌ساری بولي.

د ولسمشرمرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل:

"دغه وروستۍ حمله یوه پراخه او قوي حمله وه. طالبانو له مختلفو سیمو خپل ځواک راټول کړی وو. هغه مقاومت چې د غزني ښار امنیتي ځواکونو کړی بې‌ساری و، زموږ سرتېرو په خپلو وینو له دې ښاره دفاع وکړه او ترهګرو ته‌یې چې په مختلفو شبکو پورې تړلي وو اجازه ورنه‌کړه چې په دې ښار کې د خپلې پښې ځای ومومي."

ښاغلي مرتضوي وویل، طالبان اوس د غزني له ښاره ایستل شوي دي.

ویل کېږي چې په دې ښار کې تصفیوي عملیات تر اوسه دوام لري.

شاه حسین مرتضوي: طالبان اوس د غزني له ښاره ایستل شوي دي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي ازادي راډیو ته وویل چې د څلورو ورځو جګړو په ترڅ کې له ۲۰۰ زیات وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په دغو جګړو کې د شااوخوا ۱۰۰ پولیسو او سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په دغو جګړو کې د شااوخوا ۱۰۰ پولیسو او سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی.

پر غزني د وسله‌والو طالبانو له پراخ برید سره یو شمېر کارپوهان له دې ډلې سره د حکومت د احتمالي اوربند په اړه شک څرګندوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې یو هم سمیع یوسفزی دی چې وایي، د غزني جګړه د حکومت د سولې په تېره بیا له طالبانو سره د یوه بل اوربند پر هڅو یو ګوزار دی.

د افغانستان دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي د روانې میاشتې په پیل کې په پکتیا کې په یوه غونډه کې ویلي و چې له طالبانو سره به ډېر ژر بل اوربند اعلان شي.

د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې د لومړي ځل لپاره په تېر کوچني اختر کې دواړو لورو موقت اوربند اعلان کړی و چې ولسونو یې هم تود هرکلی وکړ.