سرخط: غني د غزني د روانې وضعې د جزئیاتو په اړه بې‌خبره ساتل شوی

پر غزني ښار د طالبانو حمله، روانه جګړه او اعتراضونه نن هم په کابل کې د خپرېدونکو ورځپاڼو د بحث مهمه مسئله ده.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې د اسلامي نړۍ کلتوري مرکز او د افغانانو د ویاړ لرغونی ښار غزني په تېرو څلورو ورځو کې لولپه شو چې څه‌یې د طالبانو او څه‌یې د بهرنیو ځواکونو په بمباریو کې په اور وسوځېد.

ورځپاڼه لیکي چې د ملي وحدت حکومت پر مهال غزني څلورم ښار وو چې طالبان‌یې نیسي، خو د ورځپاڼې په وینا د غزني غمیزه له فراه او کندز څخه څو برابره ژوره او ستره ده.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په کابل کې د غزني د یو شمېر اوسېدونکو احتجاجي مظاهره راخیستې چې په‌کې حکومت په هېواد کې او په تېره بیا په غزني کې د امنیت په ټینګښت کې ناکامه بولي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د غزني اوسېدونکو په خپل اعتراض کې د غزني د غمیزې له‌پاره د عدالت غوښتنه وکړه.

ورځپاڼه لیکي چې اعتراض کوونکي د غزني روانه وضعه خورا کړکېچنه بولي او له حکومت څخه‌یې غوښتنه وکړه چې په غزني کې د جګړې د پای ته رسولو او د امنیت د ټینګولو په برخه کې دې جدي اقدام وکړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي دي چې په غزني کې روانې جګړې د کابل-کندهار لویه لار هم تړلې ده چې هره ورځ تر یو میلیون ډالرو اقتصادي زیان اړوي.

په کابل کې د غزني ژغورلو لپاره اعتراض

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي دي، په داسې حال کې چې غزني په تېرو څلورو شپو او ورځو کې په اور کې وسوځېد، خو ولسمشر په غزني کې د روانې وضعې د جزئیاتو په اړه بې‌خبره ساتل شوی دی.

ورځپاڼې وړاندې د هېواد د امنیتي او دفاعي ادارو پر ویاندویانو هم انتقادونه کړي چې د غزني د وضعې په اړه‌یې خلکو ته سم معلومات نه‌دي ورکړي.

ورځپاڼه په یو جلا مطلب کې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو په حواله لیکي چې په غزني کې له څلورو لورو عملیات پیل شوي او ډېر ژر به د غزني امنیتي حالت کې بدلون راولي.

  • هېواد

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې په غزني کې د روان حالت په تړاو ولسمشر د اعلی سرقوماندانۍ بېړنۍ غونډه رابللې او د غزني امنیتي حالت‌یې ارزولی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې طالبانو او نورو بهرنیو اورپکو د جمعې په شپه پر غزني ډله‌ییزه حمله پیل کړه چې د فراه او کندز په څېر په بهیر په‌کې پلان شوی او د پاکستان ګڼ پوځیان په‌کې ښکېل دي.

ورځپاڼه لیکي، که له یوې خوا ایران په غزني کې د خپل نفوذ د ساتلو له‌پاره دوامداره هڅه کوي، له بل لوري روسیه او پاکستان هم د طالبانو په وجود کې حضور ښکاره کوي.

د غزني ښار

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د غزني پېښې د حکومت د مشرانو بې‌کفایتي نندارې ته وړاندی کړه.

ورځپاڼه لیکي چې نن د غزني جګړه پنځمې ورځې ته داخله شوه او طالبانو د غزني ښار په کنډواله بدل کړ چې په دې ترڅ کې یې ځینو دولتي ودانیو ته اور ورته کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې له دې غمیزې مخکې په ولسي جرګه کې د غزني استازو د حکومت له مشرانو سره په لیدنه کې د غزني د سقوط په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې وې.

د ورځپاڼې په وینا له دې اندېښنو سره سره د حکومت مشرانو او امنیتي او دفاعي چارواکو یې د غزني حالت ته پام ونه‌کړ چې بالاخیره دغه حالت راپېښ شو.

غزنی

  • انیس

خو انیس دولتي ورځپاڼې بیا د اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله په حواله لیکلي دي چې په غزني کې د طالبانو د ځپلو لپاره نوي تدابیر نیول شوي دي.

ورځپاڼه لیکي چې اجرائیه رئیس په غزني کې د غوڅ ملاتړ مأموریت هوایي حملې ګټورې وبللې او ویې‌ویل چې ډېر ژر به غزني ښار له طالبانو او ترهګرو پاک شي.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا پر دې ټینګار کړی دی چې د طالبانو دا ډول حملې د سولې بهیر نه‌شي زیانمنولی او دا بهیر به د افغانانو له غوښتنې سره سم پر مخ روان وي.