چارواکي: د غزني ښار په سلو کې نوي برخه زموږ په ولکه کې ده

افغان دفاعي او امنیتي چارواکي وایي، وسله‌وال طالبان د غزني ښار له ډېرو برخو ایستل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، اوس‌مهال د ښار په سلو کې نوي برخه د دولتي ځواکونو په ولکه کې ده.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"د غزني ښار لومړۍ او دوهمه ناحیه بېرته فعالې شوې، د محبس لور ته سړک تصفیه شو، هلته اکمالات هم وشول بندیانو لپاره، اوبه او ډوډۍ هم ورسول شول، د دې تر څنګ ۹۰ فیصده د غزني ښار د امنیتی ځواکونو تر کنټرول لاندې دی، ۱۰ فیصده د بهلول باغ خوا ته یو څه مزاحمتونه روان دي."

دغه‌راز د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم تېره شپه وویل چې دولتي ځواکونو د غزني د ښار ډېری برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

دفاع وزارت وايي، په غزني ښار کې د تېرو څلورو ورځو د جګړو په ترڅ کې ۱۹۴ کسه وسله‌وال طالبان، تر ۴۰ پورې ولسي خلک او ۳۰ عسکر وژل شوي دي.