د غزني جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده

په غزني ښار کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه نن درېيمې ورځې ته ورسېدله.

د ولايتي شورا مرستيال نصير احمد فقيري ويلي، نن سهار امنيه قوماندانۍ، د ملي امنيت رياست او د ولايت ودانۍ ته نېږدې تازه جګړه پيل شوې ده.

ښاغلى فقيري وايي په دې درې ورځنۍ جګړه کې لږ تر لږه ٨٠ افغان پوځيان وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش پرون ويلي وو چې په غزني کې تر ١٥٠ زيات وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

بلخوا د افغانستان لوی درستیز جنرال شریف یفتلي نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، په غزني ښار کې د تصفيې عمليات روان دي:

”موږ هیله من یو چې په راتلونکو دوو ورځو کې به وتوانېږو چې د غزني ښار وضعیت ته بشپړ بدلون ورکړو او په دې ولایت کې امن او ثبات راولو، د ولایت مقام، امنیه قومنداني، محبس، د ملي امنیت ریاست او د ملي اردو اساسي مرکزونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ولکه کې دي“

د جګړې له کبله د کندهار-کابل لار تړلې او په دواړو لوريو کې په سلګونو مسافر بند پاتې دي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړى، چې وسله والو طالبانو ځينو دولتي ودانيو ته اور اچولى دى.

د دې جګړې پر مهال د ټليفوني شبکو خدمات په ټپه درېدلي او د وضعيت په اړه د معلوماتو کره کول يې ستونزمن کړي دي.

پخواني معلومات

په غزني ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه نن درېيمې ورځې ته ورسېدله.

د ولايتي شورا مرستيال نصير احمد فقيري ويلي، نن سهار امنيه قوماندانۍ، د ملي امنيت رياست او د ولايت ودانۍ ته نږدې تازه جګړه پيل شوې ده.

که څه هم ښاغلى فقيري وايي، امنيه قوماندني، د ولايت وداني او څو رياستونه د افغان ځواکونو په کنټرول کې دي، خو د کورنيو چارو وزارت بيا وايي د غزني ښار ډېرې برخې تصفيه شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي ازادي راډيو ته وويل:

"په ښار کې اوس وضعيت فوق العاده ښه دى، د دفاعي او امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دى، ټول ښار تصفيه شوى يوازې د غزني ښار په لوېديځه برخه کې د دښمن حضور شته."

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړى، چې وسله والو طالبانو ځينو دولتي ودانيو ته اور اچولى دى.

د دې جګړې پر مهال د ټليفوني شبنکو خدمات په ټپه درېدلي او د وضعيت په اړه د معلوماتو کره کول يې ستونزمن کړي دي.