د کورنیو چارو وزارت: د غزني په ښار کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د غزني په ښار کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په غزني ښار کې د جګړې پرمهال سلګونه وسله وال طالبان وژل شوي او زخمیان شوي دي.

نصرت رحیمي وویل، یوازې د غزني په اتمه حوزه کې یوشمېر وسله وال طالبان مقاومت کوي.

نصرت رحیمي وایي:

"شااوخوا د دې مسکونې سیمې د خلکو کورونه دي، موږ له ځمکې او هوا پر دې سیمه قوي عملیات نه کوو، ځکه استخباراتي معلومات وايي چې هلته ملکي وګړي دي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د رهبرۍ هدایت همدا دی چې هلته احتیاط وکړي."

وسله والو طالبانو د جمعې په سهار وختي د غزني پر ښار یرغل ور وړی و.

د چارواکو په وینا، وسله وال طالبان حتی په جوماتونو، د خلکو په کورونو او دوکانونو کې ننوتي وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د غزني پر ښار په جګړه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو دقیق شمېر به وروسته څرګند کړي.