ولسمشر غني وايي سوله د پردو تر شا نه‌ترسره کېږي

افغان ولسمشر وایي، د افغانستان سوله د پردو تر شا نه‌ترسره کېږي.

محمد اشرف غني چې نن سهار یې د کاپیسا ولایت په ګلبهار او کوهستان ولسوالیو کې د برښنا د پروژو د پرانیستلو په هدف هغه ولایت ته سفر کړی وو، د کاپیسا د مشرانو او استازو سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې ده.

له ارګ څخه په یوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني ویلي چې د سولې په اړه په افغانستان کې له بېلابېلو قشرونو سره سلامشورې اوس هم دوام لري.

ولسمشر غني د دغه سفر پر مهال د راتلونکو انتخاباتو پر شفافیت هم ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې دا موضوع د ملي وحدت حکومت له اساسي پروګرامونو څخه ده چې غور ورباندې کوي.

اعلامیه د ولسمشر له قوله زیاتوي چې وایي، هغه خنډونه به له‌منځه ولاړ شي چې د ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو لپاره د ښځینه کاندیدانو پر وړاندې پراته دي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي وو حکومت پر داسې طرحې کار کوي چې له مخې به‌یې ولسوالیو شوراګانو ته د ښځو لپاره د نوماندۍ شرایط اسانه شي.