نړیوال بانک: د افغانستان اقتصادي وده د افغانانو په باور پورې تړلې

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصادي وده تر ډېره پر راتلونکې د افغانانو په باور پورې تړلې ده.

نړیوال بانک بانک وایي، په افغانستان کې په اقتصادي برخه کې وروستۍ لاس ته راوړنې له خطر سره مخ کېدای شي، که اصلاحات پلي نشي او پر راتلونکې افغانان بې باوره شي.

د افغانستان په اړه د دې بانک په شپږ میاشتني راپور کې چې نن سې شنبه خپور شوی، ویل شوي چې د دولت د لویو اقتصادي پالېسیو په نتیجه کې اقتصادي وده په ۱۳۹۶ کال کې تر مخکني کال لوړه وه، یعنې د کورنیو ناخالصو تولیداتو اندازه په سلو کې ۲،۷ وه او که په دې هېواد کې سیاسي او امنیتي وضعیت لا خراب نشي، راتلونکو کلونو کې به هم اقتصادي وده په تدریجې ډول وده وکړي.

د نړیوال بانک د اټکل له مخې، که په افغانستان کې را روان انتخابات سم ترسره شي او د ۱۳۹۳ کال تر انتخاباتو وروسته سیاسي ناکراري تکرار نشي او اوسنی امنیتي وضعیت لاخراب نشي، په ۱۳۹۸ کال کې به اقتصادي وده ۲،۸ ته ورسېږي او په ۱۴۰۰ کال کې به هم ۳،۶ ته لوړه شي.

نړیوال بانک په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره له بېوزلې سره مبارزه مهمه ګڼي.

د افغانستان لپاره د دې بانک مشر شوبهم چوهدري په دې راپور کې وايي چې د پام وړ چټکه اقتصادي وده د کانونو د استخراج د صنعت، انرژۍ او د مخابراتو او مواصلاتو په سکټور کې په منظمې پانګونې پورې تړلې ده او هم دې ته اړتیا ده چې ځوان نسل، نرو او ښځو ته داسې مهارتونه ورکړل شي چې د کرنې د سکټور او د کرنې د سوداګرۍ د ودې لپاره ورته ډېره اړتیا ده.