د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست د دیني مدرسو په اړه د ظاهر قدیر ادعا ردکړه

د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدیر هغه څرګندونې بې بنسټه بولي چې ګواکې د دغه ولایت اکثریت دینې مدرسې د داعش په تبلیغاتي مرکزونو بدلې شوې دي.

د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست مسؤلین وايي، د ننګرهار د دیني مدرسو په اړه راپورته شوې اندېښنې واقعیت نه لري او دوی پر ټولو مدرسو خپل کنټرول لري.

د دغه ریاست سرپرست للتان همت د شنبې په ورځ ازادي راډیو وویل چې د ننګرهار د دیني مدرسي ټول درسي میتودونه دوی په جدي توګه څاري.

د افغانستان یوه دیني مدرسه

نوموړي زیاته کړه:

"په ننګرهار کې ټولې مدرسې د حج او اوقافو وزارت او ریاست تر جدي نظارت او ارزیابۍ لاندې دي او داسې څه نشته چې کواګې په دغو مدرسو کې د افراطیت درسونه ویل کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدیر ویلي چې په ننګرهار کې د شااوخوا څلور سوه دیني مدرسو اکثریت یې د داعش د جلب او جذب او تبلیغاتو په مرکزونو بدلې شوې دي.

ځینو ورځپاڼو د ښاغلي قدیر له قوله دا هم ویلي چې د حکومت د هڅو باوجود داعش یا اسلامي دولت نومې ډله په ننګرهار کې فعاله حضور لري او د دغه ولایت له تورې بوړې سیمې د ستراتیژیک مرکز په توګه کار اخلي.

په ننګرهار کې د داعش د حضور او فعالیت په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې امریکا د ۲۰۱۷ کال د اپرېل پر ۱۳ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ تر ټولو ستر نااټومي بم وغورځاوه.

د دغه بم له غورځولو وروسته داسې تمه کېده چې په ننګرهار کې به د داعش فعالیتونه کم شي، خو په دې وروستیو کې دغې ډلې په ننګرهار کې مرګوني بریدونه کړي دي.

د ننګرهار د کډوالو چارو پر ریاست ډله‌ییزه حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي

خوګیاڼی: وسله‌وال برید د ۷ ملکيانو په ګډون د ۱۰ کسانو په وژلو پای وموند

د ننګرهار چارواکي: جلال‌اباد کې موټر بم چاودنې ۱۹ تنه ووژل

له دې ټولو سره ـ سره یو شمېر دیني عالمان په دیني مدرسو کې د مخ پر زیاتېدونکې افراطیت په اړه اندېښنه ښي.

دیني عالم احسان الحق حنفي وايي، له دیني مدرسو د ناسمې استفادې لپاره باید حکومت پر ټولو مدرسو جدي کنټرول ولري.

حنفي: حکومت باید پر ټولو مدرسو جدي کنټرول ولري

نوموړي زیاته کړه:

"د دیني مدرسو موجودیت بیخې ضروري دی او داسې فکر دې څوک نه کوي چې مدرسې دې نه وي خو باید د مدرسو درسونه کنټرول شي، مجرب استادان پکې ځای پرځای شي او همدا راز د دینې زده کړې سربېره دا هم شاګردانو ته وښودل شي چې د یوه مسلمان رویه باید څنګه وي."

د ښاغلي حنفي په خبره که څه هم اوس په هېواد کې دننه د دیني زده کړو لپاره ښه زمینه برابره شوې چې دغې مسئلې تر ډېره د افراطیت مخه نیولې خو بیا هم پر ټولو دیني مدرسو د حکومت څار حتمي دی.

راپور: محمد حدیث پردېس