امریکا پر يوه روسي بانک بنديز لګولی دی

د امریکا د خزانې وزارت پر يوه روسي بانک ځکه بنديز لګولی دی چې ګواکي د شمالي کوریا د ممنوع اعلان شوي وسلو له پروګرام سره اړوند یوه سړي سره یې د پیسو راکړه ورکړه کړې.

د امريکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د مسکو اګروسویوز تجارتي بانک نوم د ممنوع ادارو يا اشخاصو په لیست کې شاملوي.

د دې اقدام لامل دا ښودل شوی چې دغه بانک له شمالي کوریا سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بنديزونو په سرغړونه کې مرسته کړې.

د امریکا د ماليې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې بنديزونه عموماً په دې هدف لګيږي چې له ممنوع کسانو يا شرکتونو سره امریکايان تجارتي راکړه ورکړه نشي کولای

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې ويلي چې همداراز پر ۴۸ کلن ري جانګ وون هم بنديز لګوي چې په مسکو کې د مخکې ممنوع اعلان شوي بهرني تجارت بانک FTB مرستيال استازی دی.

د بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې د اعلاميې له مخې، په روسيه کې ثبت شوي اګروسويوز تجارتي بانک په مسکو کې د FTB د استازي پر ځای مالي راکړه ورکړه کړې وه.

د اعلاميې له مخې امريکا FTB او په مسکو کې د دغه بانک استازی دواړه مخکې ممنوع اعلان کړي وو.

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې بنديزونه عموماً په دې هدف لګيږي چې له ممنوع کسانو يا شرکتونو سره امریکايیان تجارتي راکړه ورکړه نشي کولای

اعلاميه زیاتوي چې اګروسویوز بانک له شمالي کوریا سره له پخوا اړیکې درلودې او د شمالي کوریا د بانکونو مليونونه ډالر شتمني يې پراسس کړې ده.

اعلاميه وايي چې د FTB پر دوو اړوندو شرکتونو هم بنديز لګوي.

اعلاميه زياتوي:

"امریکا به د ملګرو ملتونو او امریکايي بنديزونو لګولو ته دوام ورکړي او شمالي کوريا ته به د هر ډول غير قانوني عايداتو مخه ونيسي. دا بنديزونه به تر هغه وخته دوام وکړي چې له اټومي وسلو څخه د شمالي کوریا د پاکولو په اړه له دې هيواده بشپړه تاييد شوي معلومات نه وي تر لاسه کړي."

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې بنديزونه عموماً په دې هدف لګيږي چې له ممنوع کسانو يا شرکتونو سره امریکايیان تجارتي راکړه ورکړه نشي کولای.