په افغانستان کې معتادين هره ورځ له يوه تر لسو ډالرو پر نشو لګوي

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت په وینا، په افغانستان کې معتادين په ورځ کې له يوه څخه نيولې بيا تر لسو ډالرو پورې پر نشو باندې لګوي.

په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې معتادین ټوله ورځ پر ډېرانونو سرګردانه ګرځي او د خوراکي موادو د فلزي قطيو، پلاستیکونو او نورو شيانو د راټولولو او خرڅولو له لارې، ځانونو ته نشه‌يي مواد رانیسي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه يوه څېړنه ښيي چې معتادین په ورځ کې له یوه څخه نيولې تر لسو ډالرو پورې نشه‌يي مواد رانيسي.

حنیف دانشیار

ښاغلی دانشیار معتادین پر درېیو ډلو وېشي او زياتوي:

"د یوې څېړنې له مخکې، معتادین پر درېیو ډلو باندې وېشل شوي دي، يوه هغه ډله ده چې مالي ملاتړ نه‌لري او درانه کارونه کوي، دوی د ورځې د یوه ډالر په ارزښت نشه‌يي مواد استعمالوي، دوهمه هغه ډله ده چې کورنی ملاتړ لري، دوی د ورځې له یوه څخه تر دوو ډالرو پورې لګښت لري، درېیمه هغه ډله ده چې چې ټابلېټ (K) ګولۍ خوري، دوی په ورځ کې لس ډالر په نشو باندې لګوي."

که څه هم له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت د معتادینو د کلني لګښت په اړه کره شمېرې په لاس کې نه‌لري، خو ځينې څېړنې ښيي چې هر معتاد د ورځې د یوه ډالر په ارزښت نشه‌يي مواد رانيسي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې هره ورځ په نشه‌يي موادو باندې تقريباً يو نيم ميليون امريکايي ډالر لګول کېږي.

که د افغانستان په کوڅو او بازارونو کې د معتادینو حالت ته وکتل شي، نو وبه ګورو چې معتادین پر ډېرانونو باندې د خوراکي موادو فلزي قطۍ او پلاستیکونه ټولوي او له دې لارې د نشه‌یي موادو لپاره پیسې برابروي.

د لوګر ولایت زلمی له ۲۵ کالو راهيسې نشه کوي او شپه او ورځ په کوڅو او بازار کې پر ډېرانونو باندې ګرځي او د نشه‌يي موادو رانيولو لپاره وسپنې او پلاستیکونه ټولوي.

دی وايي چې هره ورځ د پیپسي قطۍ او پلاستیکي شیان راټولوي او له دې لارې له ۵۰ څخه بيا تر ۱۵۰ پورې پیسې ګټي.

زلمی د دې پر ځای چې دا پيسې د کورنيو اړتياوو لپاره ولګوي، نشه‌يي مواد ورباندې رانيسي.

دی وایي:

"ځینې وخت له ۵۰ څخه تر ۱۵۰ افغانیو پورې د پیپسي قطۍ او پلاستیکونه خرڅوم، په هره اندازه چې پر ډېرانونو باندې ډېر وګرځم او شيان راټول کړم، په هماغه اندازه ډېرې پیسې ګټم، کله کله ۲۰۰ افغانۍ هم ګټم."

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې په افغانستان کې تقريباً له ۱۲ لکو څخه تر ۱۴ لکو پورې خلک په نشو اخته دي.

که له یوې خوا یو معتاد په ورځ کې يو ډالر پر نشه‌يي موادو باندې لګوي، خو له بلې خوا داسې خلک هم شته چې په لږه پانګه‌يې کاروبار پيل کړی او اوس ډېره شتمني لري.

د کابل ښار یو دکاندار وايي چې په څلور زره افغانۍ یې یو وړوکی دکان جوړ کړ، څو کاله وروسته‌يې دا پانګه څو برابره ډېره شوه او اوس‌يې اقتصادي ژوند ښه دی.

دغه دکاندار وایي:

"ډېر وړوکی وم چې د خپلوانو په کور کې مې کار کاوه او لږ معاش‌یې راکاوه چې په هغه مو ګوزاره کوله، څه موده مې کار وکړ، وروسته مې پرېکړه وکړه چې په څلور زره افغانیو باندې یو وړوکی دکان جوړ کړم، ورو ورو مې دکاندارۍ ته وده ورکړه او د دې کار تر څنګ مې خپل درسونه هم ويل، اول مې پانګه لږه وه، خو اوس مې دکانداري کسب غوندې ګرځېدلې او پانګه مې هم تر پخوا ډېره شوې ده."

معتادين هره ورځ پيسې په نشه‌يي موادو باندې لګوي، خو د اکثرو معتادينو کورنۍ بې‌وزله او د دوی مرستو ته ډېره اړتيا لري.

د یوه معتاد مېرمن وايي، کله‌یې چې مېړه په نشو اخته شو، کار او ټوله پانګه‌یې وبايلله او د وخت په تېرېدو سره‌یې د کور ټول شیان خرڅ کړل.

دا وايي چې ډېرې شپې یې ماشومان وږي ویده کېږي او وایي:

"یو ټغر، دوه درې بړستنې او د کور ټول سامانونه‌یې خرڅ کړل، یوه ورځ مې دوه اولادونه وږي وو او ژړل یې، مېړه مې که څه هم پيسې درلودې، ما ته‌یې وویل چې ډوډۍ راوړم، خو کله چې ولاړ نو په هغو پیسو یې پوډر رانيولي وو او د شپې ناوخته کور ته تش لاس راغی."

په افغانستان کې معتادين د بېلابېلو لارو څخه پيسې په لاس راوړي او نشه‌يي مواد ورباندې رانيسي، که ورته ځير شو، نو دوی په حقيقت کې هم خپل صحت او هم خپلو پيسو ته اور اچوي.

که دوی د خپل زيار له لارې لاس ته راغلې پيسې د خپلو روا اړتياوو او کورنۍ لپاره ولګوي، نو ارام او خوشحاله ژوند به ولري.

د غږیز راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د زهرو کاروان فیچر

راپور: فرید حلیمی