په یو شمېر هېوادونو کې د تودوخې د لوړېدو له کبله اندېښنې!

د مدیترانې د حوزې په هېوادونو کې د تودوخې د لوړیدو له کبله اندیښنې زیاتې شوي او ورسره په روغتیايي ګواښونو کې زیاتوالی راغلی دی.

د مدیترانې د حوزې په هېوادو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراډ ۴۰ درجو ته رسیدلې ده.

د ایټالیا په مرکز او شمال کې خلکو ته جدي خبرداری ورکړل شوی او تودوخې د روم، فلورانس او وېنېس په څېر ښارونو کې خلکو ته روغتیايي ګواښونه زیات کړي دي.

د ایټالیا په مرکز او شمال کې خلکو ته جدي خبرداری ورکړل شوی

د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمینځ په ایټالیا کې تودې هوا د دې هېواد په ۲۳ ښارونو کې ۲۳۸۸۰ کسان ووژل خو تمه ده چې د روانې اونۍ په پای کې به بارانونه او ورسره تالنده او بریښنا هوا یوڅه ماته کړي.

ویل کېږي چې په پرتګال کې په بیساري ډول د تودوخې زیاتیدو د ځنګلونو د سوځیدو خطر زیات کړی دی. په ۲۰۱۷ کال کې په پرتګال کې د تودوخې په نتیجه کې ۱۱۴ کسان مړه شول او د دې مصیبت په نتیجه کې د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر استعفی ته اړ شو.

په یونان کې تېره میاشت د اور لګیدو په بېلابیلو پیښو کې- چې علت یې د هوا تودوخه بلل شوې ده ۹۱ کسان مړه شول.

په یونان کې تېره میاشت د اور لګیدو په بېلابیلو پیښو کې- چې علت یې د هوا تودوخه بلل شوې ده ۹۱ کسان مړه شول.

په جرمني کې د سیندونو اوبه کمې شوې دي. د جرمني په ختیځ ایالت ساکسن انهالت Saxony Anhalt کې د تودوخې له کبله یوه

بله خطرناکه ستونزه رامینځ ته شوې. په دې ایالت کې ایلبه Elbe سیند چې د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د پخواني شوروي اتحاد او جرمني پوځونو خپلې وسلې او بمونه پکې ډوب کړل، بې اوبو شوی او همغه وسلې او بمونه د خټو له لاندې راوتلې او د خلکو ژوند ته ګواښ کوي.

د جرمني پولیسو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د دې ډول ماینونو او تجهیزاتو د لیدو په صورت کې دې له هغو لېرې شي او امنیتي چارواکو ته دې خبر ورکړي.

پولیسو څو اونۍ مخکې په دې ځای کې اوبو ته نژدې د دوهمې نړیوالې جګړې د وخت ۲۴ پوځي تجهیزات وموندل او اوس مسلکي کسان د هغو په شنډولو لګیا دي.

د جرمني پولیسو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د دې ډول ماینونو او تجهیزاتو د لیدو په صورت کې دې له هغو لېرې شي

د هوا تودوخه یوازې اروپايي هېوادونه نه ګواښي بلکې ټوله نړۍ یې له ستونزه سره مخامخ کړې. د ټامس رویټرز بنسټ چې مرکز یې په لندن کې دی اټکل کوي چې د تودوخې د درجې لوړېدل ښايي د بیوزلو هېوادونو اقتصاد په اوږدمهال کې سخت زیانمن کړي.

د ټامس رویټرز بنسټ چې مرکز یې په لندن کې دی اټکل کوي چې د تودوخې د درجې لوړېدل ښايي د بیوزلو هېوادونو اقتصاد په اوږدمهال کې سخت زیانمن کړي.

دا ټولنه وايي افریقايي او اسیايي هېوادونه ښايي ونشي کړای چې په راتلونکو دېرشو کلونو کې د کارګرانو لپاره د کار وړ شرایط برابر کړي.

رویټرز وايي، هغه کارګران چې د کرنې، کانونو، صنایعو او د تېلو او ګاز د تولید په برخو کې کار کوي ښايي دومره توان ونلري چې د تودوخې په دومره لوړه درجه کې کار ته دوام ورکړي نو ځکه به په دې هېوادونو کې د کار په ظرفیت کې د پام وړ کموالی راشي.