هلمند کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان شمېر زیات شوی

د هلمند روغتیايي چارواکي په‎دې ولایت کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر د زیاتوالي خبر ورکوي.

د هلمند د بُست روغتون د بیړنیو حالاتو د څانګې مشر ډاکټر فضل هادي زیارمل ازادي راډیو ته وویل چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر میلادي کال په مقایسه ۳۰ په سلو کې زیات شوی دی.

ښاغلي زیارمل کوچنیانو ته په لومړیو ۶ میاشتو کې په منظم ډول د شېدو نه ورکول او د میندو په منځ کې د خوارځواکۍ په اړه نه پوهاوی د ماشومانو د خوارځواکۍ اصلي لاملونه وبلل.

په بُست روغتون کې د کوچنیانو څانګې ته ګڼ شمېر میندو خپل ماشومان چې په خوارځواکۍ اخته دي راوړي دي.

یوې مور د خپل ماشوم د روغتیايي وضعیت په اړه وویل:

"کله چې پیدا شو نس ناستی يې درلود. بیا مې شېدې وچې شوې. بیا دا هلک نه پورته کېده. هر څه مې ورکول، خو پرمختګ يې نه کاوه. ډاکټرانو راته وویل، ستا د ماشوم علاج په درملو نه کېږي، باید روغتون ته يې یوسي."

په‎داسې حال کې چې په هلمند کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» افغانستان د سوډان او سوریې ترڅنګ هغه هېواد بللی چې تر ټولو زیات د لوږې او بشري ناورین له خطر سره مخامخ دی.

دغې ادارې په دغو او یو شمېر نورو سیمو کې د بشري وضعیت د لاخرابېدو د مخنیوي لپاره د ۱۲۰ میلیونه ډالرو عاجلې مرستې غوښتنه کړې ده.