د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې له بېګاه شپې راهیسې ۲۰۰ داعش جنګیالي افغان پوځیانو ته تسلیم شوي دي.
دا خبره د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمدجوزجاني نن سهار ازادي راډیو ته وکړه.
هغه وویل په درزاب کې د طالبانو او داعش ترمنځ تر سختو نښتو وروسته د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې لسګونه غړي له خپلو وسلو سره تښتېدلي او افغان پوځیانو ته تسلیم شوي دي.
د جوزجان امنیه قوماندان وايي په دې سره په شمال کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې اصلي مرکز لهمنځه تللی دی.
اخوا د درزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسماعیل ازادي راډيو ته وویل چې هر ساعت د داعش یوه نیمه ډله افغان پوځیانو ته تسلیمېږي او دا لړۍ همداسې روانه ده.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې داعش به په افغانستان کې لهمنځه یوړل شي.
اخوا په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ۱۰ ورځې مخکې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د طالبانو او داعش ترمنځ جنګ روان دی او دوی دا کار هڅوي ځکه د ده په خبره داعش باید لهمنځه لاړ شي.