جوزجان کې د داعش ۲۵ غړي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول

په جوزجان ولایت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ۲۵ غړي نن په دې ولایت کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

د جوزجان د درزآب ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسماعیل ازادي راډیو ته د دې خبر په تأیید وویل چې تسلیم شوي وسله‌وال د ملي اردو په هلیکوپټرو کې شبرغان ته ولېږدول شول.

د جوزجان امنیع قوماندان فقیر محمد جوزجاني وایي چې د درزاب له دوو کلیو پرته نورې ټولې سیمې د داعش له حضوره پاکې شوي دي.

په دې وروستیو کې له دې ولایته د وسله والو طالبانو او د داعش ترمنځ د سختو نښتو راپورونه هم ورکول شوي وو.

د جوزجان د امنیتي چارواکو په وینا په دغو نښتو کې دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي چې د مړو او ټپیانو شمېر یې له ۳۰۰ تنو اوړي.