ویسا: د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلاره اعلان شوه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د لیرې پرتو او کم مېشتو سیمو نه د افغان ځواکونو د ایستلو په تړاو د امریکا د غوښتنې او دغه‌شان د طالبانو او امریکانو ترمنځ د خبرو اترو د تأیید په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، په داسې حال کې چې امریکايي چارواکو په قطر کې له طالبانو سره خبرې کړي، د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلاره چې دفاع وزارت هم تأیید کړې اعلان شوه.

ورځپاڼه لیکي، د دغې تګلارې له مخې د دوی په اصطلاح له لیرې سیمو نه افغان ځواکونه راټولېږي او سیمې به خوشې کوي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې له دې سره جوخت په لوېدیځو رسنیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې امریکا غواړي په افغانستان کې ځینې سیمې طالبانو ته پرېږدي.

ویسا لیکلي، دا ټوله تکرار سناریو ده چې امریکا یې له ۲۰۰۹ میلادي کال نه په افغانستان کې د پلي کېدو هڅه کوي، خو د ورځپاڼې په خبره دغه هڅې یا د پخواني افغان حکومت یا هم د طالبانو له‌خوا ناکامې شوې دي.

ورځپاڼه لیکلي، دفاع وزارت هم دا تأیید کړې ده او ویلي دي چې عملاً په دې پالېسۍ کار پیل شوی، خو د سر مقاله لیکونکي په باور دا به ډېرې بدې پایلې ولري او افغانستان به د یوې بلې غمیزې تل ته ولوېږي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپانې بیا په دې تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، له دې اقدام نه هدف له یوې خوا تر ګواښ لاندې سیمو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د حملو مخنیوی دی او له بله پلوه د افغان ځواکونو فعالیتونه د عمده ښارونو امنیت ته متمرکز کېدل ښودل شوي.

خو انیس لیکلي، د ټرمپ د تمې خلاف او بې‌مخینې دغه اقدام افغانان اندېښمن کړي دي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، افغانان له خپلو نړیوالو شریکانو چې له دغه هېواد سره‌یې امنیتي تړونونه لاسلیک کړي دا تمه لري چې په خپلو ژمنو رښتینی عمل وکړي او د افغانستان له خلکو سره د قضایاوو د شریکولو، مشورې او همغږۍ پرته داسې اقدامات ونه‌کړي چې د دغه هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او د ځواکونو وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي.

انیس انتقاد کوي چې په دا شان پالېسیو سره به طالبان او نورې ترورېستي ډلې دومره پیاوړې شي چې بیا به ورسره مخامخ کېدل ستونزمن وي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس له وسله‌والو طالبانو سره د امریکا خبرې تأیید کړې دي.

په مطلب کې راغلي چې عبدالله د یکشنبې په ورځ به کابل کې په یوې غونډه کې دا تأیید کړه چې یو شمېر هېوادونو له طالبانو سره اړیکې نیولي دي.

په مطلب کې وړاندې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې دغو هېوادونو د افغان حکومت او طالبانو سره د سولې د خبرو د زمینې برابرولو لپاره دا کار کړی دی.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې اجرائیه رئیس که څه هم دا شان اړیکې د افغانستان د سولې په برخه کې مهمې وګڼلې، خو ویې ویل چې د سولې خبرې او د افغانستان د خلکو د برخلیک په اړه پرېکړه یوازې او یوازې د افغانانو حق دی او بل هېڅ هېواد یا ډله دا حق نه‌لري او نه‌یې هم تر اوسه د دې حق ادعا کړې ده.