خاکسار: که مې شعر نه لیکلی، ډېر خبرې به مې په زړه پاتې وای

د ازادي راډیويي مجلې نننۍ ګڼه چې د کابل، ننګرهار او د هند د جواهر لال نهرو پوهنتون پخواني استاد ارواښاد پوهاند ډاکتر زېور الدین زېور روح ته مو ډالۍ کړې، په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې:

د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه مریم توخي وړاندې کوي.

له جلال اباده باز محمد عابد د چارګل په اړه هنري راپور لري.

په هنر جاج کې د ارواښاد پوهاند ډاکتر زېور الدین زېور ژوند ته تم کېږو.

په فنکار برخه کې یوې لرې پرتې ولسوالۍ ته تللي یوو او هلته مو له شاعر خان محمد خاکسار سره د هغه په فن خبرې کړي دي.

په زرپاڼه کې به لنډه کیسه (کېله) واورئ.

په ادب جام کې به سهارګل امیرزی درته د پښتو لرغونې ادبي دورې د شاعر دوست محمد کاکړ احوال درکړي.

او په وریښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې د اووم سرود لومړۍ برخه واورئ.

لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

راډیویي ادبي مجله