له کم مېشتو سیمو د افغان ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا غوښتنې ته د افغانستان د دفاع وزارت غبرګون!

د افغانستان دفاع وزارت د امریکا د حکومت د هغې غوښتنې په غبرګون کې چې وايي، افغان ځواکونه دې له کم مېشتو سیمو په شاتګ وکړي وايي چې له هېواده دفاع د دوی مسؤلیت دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع د افغان ځواکونو مسؤلیت دی او په دې برخه کې د دفاع وزارت د ستراتیژۍ له مخې عمل کوي.

د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي چې افغان ځواکونه د اړتیا له مخې په سیمو کې شته او د هېواد له خپلواکۍ دفاع کوي.

محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا د دفاع وزارت ستراتیژي ده، په هغو ځایونو کې چې د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او د خپلواکۍ د ساتلو لپاره د ځواکونو موجودیت لازمي وي، موږ به هلته وو او له خپلې خاورې او خپلواکۍ به دفاع کوو."

نیویارک ټایمز ورځپانې د ځینو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې د ډونالد ټرمپ ادارې له افغان امنیتي ځواکونو غوښتي چې د دغه هېواد له کم مېشتو سیمو په شاتګ وکړي.

ورځپاڼې دغه شان د درېيو امریکايي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي لیکل شوي، ویلي چې دا غوښتنه د امریکا د هغې ستراتیژۍ یوه برخه ده چې پخوا د افغانستان په اړه اعلان شوې ده.

په دغه مقاله کې راغلي چې دغه اقدام به له یوې خوا زیانمنوونکو سیمو کې د وسله والو مخالفینو له حملو مخنیوی وکړي او له بله پلوه به لویو ښارونو ته د افغان امنیتي ځواکونو پاملرنه ډېره شي.

خو په مقاله کې دا خبره هم شوې چې له لېرې پرتو سیمو د افغان ځواکونو په شا کول په افغان حکومت پورې اړه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ د اعلان پرمهال ویلي وو چې طالبان او نور مخالف وسله وال به په هېڅ ځای کې خوندي پاتې نه شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی عبدالحی اخندزاده د ډونالد ټرمپ د ادارې غوښتنه خطرناکه او غیر عملي بولي او وايي چې په دې کار سره به لوی ښارونه له جدي ګواښونو سره مخ شي.

دی زیاتوي:

"دا د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره یو بل ګواښ دی او له ملي ګټو سره په ټکر کې مسئله ده، دغه شان دا د طالبانو لپاره یو بل امتیاز دی چې ګواکې امن سیمې په واک کې ورکول کېږي، که موږ نوره خاوره هم د دښمن په واک کې ورکړو، هغوی به قوي شي او په افغان امنیتي ځواکونو به بد اغېز وکړي چې دا ډېره خطرناکه مسئله ده."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو د لیدو کتو په اړه راپورونه خپاره شول چې د ښاغلي اخند زاده په خبره، ښايي طالبانو له امریکايي چارواکو سره د ځینو سیمو د سپارولو خبره مطرح کړې وي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې د افغانستان د خاورې د پام وړ برخه د دوی په واک کې ده.

له بلې خوا ځینو لوېدیځو رسنیو په واشنګټن کې د افغان سفیر حمدالله محب له قوله ویلي چې د پالېسۍ له مخې تمه نه کېږي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له نا امنو او لېرې سیمو په شا شي.

راپور: محمد حدیث پردېس