ننګرهار والي: امنیتي ځواکونه د خلکو خونديتوب لپاره چمتووالى لري

د ننګرهار والي ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه له بل هر وخت د خلکو د خونديتوب لپاره چمتووالى لري.

حیات الله حیات په جلال اباد ښار کې د قابله ګانو پر روزنیز مرکز د وسله والو مخالفینو له پروني بريد وروسته دا خبره وکړه.

هغه بريد د جلال اباد ښاریان او د ولایتي شورا غړي اندیښمن کړي دي.

ښاغلي حیات د یکشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د دولت د وسلوالو مخالفینو ګواښونه دومره جدي نه دي.

د ده په خبره په تېره یوه میاشت کې د داعش ډلې ۲۱۷ جنګيالي له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او په همدغه موده کې په جلال اباد ښار کې ۱۱۷ نور مشکوک وسلوال نیول شوي دي.