د سولې عالي شورا: په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو له کتنې هرکلی کوو

د افغانستان د سولې عالي شورا په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو له کتنې هرکلی کوي او دا ډول غونډې د سولې د رسمي او مستقیمو خبرو د پیل لپاره ګټورې بولي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس اکرم خپلواک وايي، په قطر کې د امریکايي مقاماتو او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د هغو هم اهنګه او ګډو هڅو یوه برخه ده چې افغان حکومت او متحده ایالات يې د افغانستان د سولې لپاره ترسره کوي.

ښاغلي خپلواک تېره شپه ازادي راډیو ته وویل دا خبرې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د رسمي خبرو د پیل لپاره مهمې او ګټورې دي او کابل او واشنګټن په دې برخه کې په پوره همغږۍ پرمخ ځي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس وايي، طالبان په قطر کې دفتر لري، په افغان پاسپورټونو سفرونه کوي او د سولې په تړاو له نړیوالو ډیپلوماټانو سره غونډې کوي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس اکرم خپلواک

د نوموړي په وینا دا ډول غونډې د هغو شکونو او ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته کوي چې طالبان او نورې خواوې يې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه مطرح کوي.

اکرم خپلواک هیله څرګنده کړه چې د پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر رول او هڅې به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د رسمي او مستقیمو خبرو د پیل لپاره لاره هواره کړي.

طالبانو د ازادي راډیو مشال څانګې ته پرون تأیید کړه چې تېره دوشنبه د دې ډلې استازو په دوحه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره کتنه کړې ده.

د طالبانو سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې په دې خبرو کې د طالبانو د سیاسي چارو مشر شیر محمد عباس د طالبانو د پلاوي مشري کوله.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس ویلز

سرچینو ویلي دي چې دا مقدماتي خبرې دي چې په دوستانه او هڅونکې فضا کې ترسره شوې.

بل لور ته وال سټریت ژورنال ورځپاڼې چې لومړی يې په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو د غونډې خبر خپور کړ، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په حواله ویلي چې دا غونډه له افغان حکومت سره هم اهنګه شوې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوې سرجینې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي دي چې د افغانستان د جګړې د سیاسي حل په اړه هر ډول خبرې اترې به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ ترسره کېږي.

والسټریټ ژورنال وايي په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو غونډه له افغان حکومت سره هم اهنګه شوې وه.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی په دې باور دی چې د امریکا په منځګړتوب د سولې لپاره دا هڅې مثبتې پایلې ولري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې هیله او خوشبینې څرګنده کړې ده چې طالبان به د سولې خبرو ته کینې او د افغانستان د ولسمشر په توګه به دی هر هغه اصولي او منطقي اقدام وکړي چې د سولې لپاره اړین وي.