په ارزګان کې خبریالان وایي، ژوند یې په خطر کې دی

د ارزګان په ولایت کې د نړیوالو او سیمه ییزو رسنیو خبریالان وايي، په دغه ولایت کې پر یوشمېر موهمو موضوعاتو په ډاډه زړه او په خپله خوښه کار نه شي کولای.

دوی وايي، که کار وکړي، ژوند یې په خطر کې دی.

دغه خبریالان چې د احمد امید خپلواک د مړینې د اووم تلین په لمانځغونډه کې راټول شوي وو، له دولته یې د خپل ژوند د خوندیتوب غوښتنه کوله.

د ارزګان امینتي مسؤلین بیا ژمنه کوي چې د خبریالانو د ژوند د خونديتوب لپاره به کوټلي ګامونه اخلي.

احمد امید خپلواک په ارزګان ولایت کې د بي بي سي راډيو خبریال و چې و چې کال وړاندې په ترینکوټ ښار کې پر ملي راډيو ټلویزیون په یوه ځانمرګې حمله کې ووژل شو.

په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې اورېدلای شئ.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور