عطاء الله خوګیاڼی: جلال اباد کې حملې ۵ تنه وژلي او ۸ یې ټپیان کړي

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې پروني برید پینځه کسان وژلي او اته نور يې ژوبل کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عظا الله خوګیاني پرون مازدیګر خبریالانو ته وویل، وسله والو د جلال اباد په درېیمه ناحیه کې د قابله ګانو پر روزنیز مرکز حمله وکړه چې څو ساعته يې دوام وکړ.

نوموړي زیاته کړه:

"د دې برید پر مهال دوه بریدګر وژل شوي، درې تنه نور چې دوه يې د دې مرکز ساتونکي او یو موټر چلونکی و، وژل شوی دي. اته تنه ټپیان لرو چې درې يې سرتېري، درې يې ملکیان او دوه نور د قابله ګانو د روزنیزې ادارې کارکوونکي دي."

د ښاغلي خوګیاني په خبره افغان امنیتي ځواکونو د قابله ګانو د روزنې له مرکزه شاوخوا ۴۰ کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو، ژغورلي دي.

  • پخواني معلومات

جلال اباد کې د قابله ګانو په روزنیز مرکز ډله ییزه حمله له شپږ ساعته جګړې ورورسته پای ته رسېدلې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته ویلي چې په دې حمله کې درې تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي چې په وژل شوېو کې د یاد مرکز دوه ساتونکي او یو موټر چلونکی شامل دی.

ښاغلي خوګیاڼي همدا شان وویل چې په ټپیانو کې درې امنیتي سرتېري درې ملکیان او د یاد روزنیز مرکز دوه کارکوونکي شامل دي.

نوموړي دا هم ویلي چې یاده حمله د دوه انتحاري حمله کوونکو له لوري نن له غرمې وړاندې ۱۱ نیمې بجې داسې مهال پیل شوه چې لومړي انتحاري د دغه مرکز په دروازه کې په ځان پورې تړلو چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړه او بل یې مرکز ته دننه شو چې د مازدیګر تر پنځه بجو یې له امنیتي سرتېرو سره جګړه وکړه.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نجیب الله کامه وال رسنیو ته ویلي چې د قابله ګانو په دې مرکز کې د بېلابېلو ولسوالیو او ختیځو ولایتونو قابله ګانو زده کړې کولې.

نوموړي دا هم ویلي چې په دغه حمله کې د یاد مرکز زیاتره برخې تخریب شوي چې په لنډه موده کې د بیا جوړېدو وړ نه دي.

  • پخواني معلومات

د جلال ښار اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د قابله ګانو پر روزنیز مرکز ډله ییزه حمله شوې ده.

دا مرکز د جلال اباد ښار په دریمه حوزه کې د عامې روغتیا ریاست د ودانۍ شاته دی.

په سيمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې تر حملې مخکې، درې چاودنې وشوې او وسله وال کسان د ودانۍ منځ ته ننوتلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې له دغه روزنیز مرکز څخه ټولې قابله ګانې په خوندي ډول ایستل شوي او چاته پکې زیان نه دی رسېدلی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخېل ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې له ځایه روغتونونو ته څلور ټپیان وروړل شوي دي.

پر همدې مهال یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې ځای ته امنیتي سرتېري رسېدلي او ډېر ژر به حمله کوونکي له منځه یوسي.

تر دامهاله د حمله کوونکو شمېر معلوم نه دی او دا هم معلومه نه ده چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې څو تنه حمله کوونکي مړه او یا ژوندي پاتې دي.

عیني شاهدانو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د پېښې ځای ته د تګ راتګ لارې بندې شوي.

تر دامهاله د دغه حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا چې د ننګرهار د قابله ګانو په روزنیز مرکزکې څومره کسانو زده کړه کوله نه ده څرګنده خو ویل کېږي چې دختيځ زون د ټولو ولایتونو نجونې د زده کړې لپاره ورتلې.

پخواني معلومات

څو شېبې وړاندې د جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند د عامې روغتیا ریاست ته څېرمه چاودنه شوې ده.

په سیمه کې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه د انتحاري حملې له امله رامنځته شوې ده.

عیني شاهدانو همداراز ویل چې په پېښه کې مرګ ژوبله هم رامنځته شوې، خو کره شمېر یې لا معلوم نه دی.

تر دا مهاله د ننګرهار چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم په جلال ښار کې انتخاري حملې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړه ولې وه.