د ارزګان ولایتي شورا: د «اي. اېچ. ډي. اېس» مؤسسه د طالبانو درملنه کوي

د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین، مدني فعالان او ځوانان وايي، په دغه ولایت کې د «ای. اېچ. ډي. اېس» په نوم مؤسسه چې د روغتیا په برخه کې خدمات وړاندې کوي، خپله ټوله بودجه د وسله‌والو طالبانو پر درملنه لګوي.

دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې د دغې چارې مخه دې ونیسي.

دوی وايي، په دغه مؤسسه کې تر ډېره پاکستاني ډاکتران په کار ګمارل شوي.

په ورته وخت کې بیا په دغه ولایت کې د «ای. اېچ. ډي. اېس» مؤسسې مسؤلین په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو د عامې روغتیا ریاست مسؤلین بیا په دې اړه ناخبري ښیي.

ازادي راډيو هڅه وکړه چې په دې اړه د عامې روغتیا له وزارت او د دغه ولایت له ولایتي ادارې سره هم خبرې وکړي، خو هغوی هم په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ويلي.

افغان چارواکو او د نظر خاوندانو تل ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا د بهرنیانو لاسونه دي.

د یادونې وړ ده چې د دغه ولایت خلک تل شکایت کوي چې له روغتیايي خدماتو

بې‌برخې دي او دولت له پامه غورځولي دي.

په دې اړه د شریف‌الله شرافت راپور واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور