عبیدي: په بلخ کې کوچیانو ته ښوونځي او روغتیايي مرکزونه نه‌شته

د کوچیانو عمومي ریاست مشر غلام فاروق عبیدي

په بلخ ولایت کې کوچیان د تعلیمي امکاناتو له نشتوالي او روغتیايي مرکزونو ته د نه‎لاسرسي په اړه شکایت کوي.

دې ولایت کې د کوچیانو عمومي ریاست مشر غلام فاروق عبیدي ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د بلخ په ۹ ولسوالیو کې کوچیان مېشت دي، خو له څو کلونو راهیسې ورته هېڅ ډول تعلیمي امکانات نه‎دي مساعد شوي او ماشومان‌یې ښوونځیو ته له تلو محروم شوي دي.

نوموړی وايي:

"ښوونځي نه‎لرو، زموږ ماشومان تعلیمي خدماتو ته لاسرسی نه‎لري، هېڅ ډول پروژه او تعلیمي برنامې د پوهنې ریاست له‎خوا کوچیانو ته نه‎دي تطبیق شوي او زموږ ماشومان بې زده‎کړې لویېږي."

په عین حال کې د بلخ د پوهنې ریاست مشر صبغت‌الله مستقیم وايي، تر هغو چې کوچیان له کوچي حالت څخه راونه‌وځي او په یوې ځانګړې سیمه کې مېشت نه‎شي، دوی نه‎شي کولای کوچیانو ته د زده‎کړې زمینه مساعده کړي.

نه‌یوازې په بلخ کې کوچیان د تعلیمي امکاناتو او روغتیايي خدماتو له نشتوالي ځورېږي، بلکې د شمال زون د کوچیانو د ټولنې د معلوماتو پر اساس چې په جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان ولایتونو کې هم کوچیان له ورته ستونزې سره مخ دي.