د کونړ په نورګل کې پر ۵۶۰ بې‌ځایه شویو کورنیو مرستې ووېشل شوې

د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې پر نږدې ۶۰۰ بې‌کوره شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مواد ووېشل شول.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال په نورګل کې ازادي راډیو ته وویل، نږدې درې اوونۍ وړاندې د نورګل ولسوالۍ اړوند مزار دره کې د دولت وسله‌والو مخالفینو خلاف افغان ځمکنیو او نړیوالو هوايي ځواکونو ګډ عملیات وکړل چې له امله‌يې سلګونه خلکو خپل کورونه پرېښودل.

والي وړاندې وویل دغو بې‌ځایه شویو ۵۶۰ کورنیو ته‌یې د لوبیا، وریژو او د ترپالونو په وېش پیل وکړ.

د جنګ له وېرې بې‌کوره شوي خلک وايي، دوی په مرستو خوښ دي، خو له جنګه په تنګ شوي نو له حکومت او نړیوالو غواړي چې باید په هېواد کې د تل پاتې سولې راتلو لپاره رښتینې هلې ځلې وکړي.

دوی وایي چې ډېری بې‌ځایه شوي اوس هم خپل کور کلي ته د وسله‌والو مخالفینو د ګواښونو له امله نه‌شي تللی.