د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون: په یوه یا دوو ورځو کې ولایتي کمېشنران معرفي کېږي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، په ولایتونو کې د کمېشنرانو موضوع حل شوې او په یوه یا دوو ورځو کې به په رسمي توګه معرفي شي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، له پلان او ټاکل شوي مهالوېش سره سم‌یې کارونه مخته ځي او د ولایتونو د کمېشنرانو ستونزه‌یې هم تقریباً حل شوې ده.

د دغه کمېسیون کمېشنر عبدالبصیر فایز د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۲» ازادي راډیو ته وویل، ممکن د جمهوري ریاست له لوري به نن یا سبا د ولایتي کمېشنرانو لېست دوی ته وسپارل شي.

دی وایي:

"له نېکه مرغه زموږ د کمېشنرانو موضوع تقریباً حل شوې، هغه بحثونه مو چې له حکومت سره درلودل، د کمېشنرانو د اسنادو په برخه کې یې چې کوم نواقص احساسول، رفع شوي دي، موږ یو ځل بیا پېشنهاد لېږلی، هغه معلومات چې زه‌یې لرم، ان‌شاءالله نن یا سبا به د ټول افغانستان په کچه زموږ د کمېشنرانو مسئله حل شي."

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون شااوخوا دوه میاشتې مخکې د ۱۰۲ کسانو لېست ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږه، خو ولسمشر له یاد لېسته ۲۷ کسان د دغه کمېسیون د کمېشنرانو په توګه معرفي کړي دي.

جمهوري ریاست ویلي وو چې د کاندیدو کمېشنرانو په اسنادو کې ستونزې وې، خو اوس د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د اسنادو ستونزه حل شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي چې په دې اقدام سره به د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ظرفیتونه لوړ شي.

یوسف رشید

نوموړي وویل:

"د کمېسیون ظرفیتونه لوړېږي، په داخل او ولایتونو کې دفترونه فعالېږي، د پروسې په څرنګوالي ښه تأثیر لري، د انتخاباتي عدالت بحث چې ډېر مهم دی، هغه هم بشپړېږي."

د انتخاباتي شکایتونو کمېشنر عبدالبصیر فايز وايي، تر اوسه کمېسیون په درېیو کټه‌ګوریو کې ۶۷۰ شکایتونه ثبت کړي دي.

ښاغلی فایز زیاتوي چې په دغو شکایتونو کې نږدې ۲۰۰ د کاندیدانو له‌خوا د غیر مسؤله وسله‌والو درلودلو په تړاو دي، ۱۳۰ نور د هغو احتمالي کاندیدانو دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون‌یې له لومړني لېست نه نومونه حدف کړي دي او پاتې نور په لومړني لېست کې په راغلو احتمالي کاندیدانو کې دي چې د قتل، غلا او له مالیې د تېښتې موارد په‌کې شامل دي.

عبدالبصیر فایز وايي، له دغو شکایتونو یوازې ۳۸ د څېړنې بېلابېل مراحل بشپړ شوي او پاتې نور د ثبت، تصنف، تحلیل او تدقیق په بېلابېلو پړاونو کې دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، دوی تمه لري چې د دغو شکایتونو کار په ټاکلي وخت یعنې د روان کال د اسد میاشتې تر ۱۱مې نېټې پورې بشپړ کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا ټینګار کوي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون باید په خپلو کارونو کې دقت او شفافیت ته زیات پام وکړي، څو په خبره‌یې انتخاباتي عدالت ښه پلی شي.

راپور: رحمت‌الله افغان