واشنګټن پُست: ښاغلی دوستم له ډېرو ننګونو سره مخامخ دی

Generic – Detail of a pile of international newspapers

یو شمېر نړيوالو رسنیو کابل ته د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د بېرته ستنېدو په اړه ليکلي دي.

  • وال سټريټ ژورنال

امریکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال ليکلي، ښاغلی دوستم د کابل هوايي ډګر ته نږدې د يکشنبې په ورځ له ځانمرګي بریده روغ رمټ ووت.

د ورځپاڼې په وینا، عبدالرشيد دوستم چې له مخکېنيو جګړه‌مارانو ګڼل کېږي او له بشري حقونو په سرغړونو تورن دی، یو کال په ترکيه کې له اوسېدو وروسته افغانستان ته ستون شو.

وال سټريټ ژورنال د جوزجان د پخواني والي احمد اېشچي د جنسي ځورولو د تورونو يادونه کړې چې وايي د ولسمشر لومړي مرستيال ورسره په جوزجان کې د بزکشي د يوې لوبې پر مهال بد چلند وکړ.

احمد اېشچي

وال سټريټ ژورنال ليکلي، ښاغلي دوستم دا تورونه رد کړي او وايي اېشچي له سخت دريځو سره اړيکې لري.

ورځپاڼې د احمد اېشچي له قوله ليکلي چې ده ژمنه کړې د دوستم پر وړاندې به په خپله قضیه پسې وي.

د ښاغلي اېشچي په وينا، دی د هغې سياسي معاملې په اړه معلومات نه‌لري چې په نتيجه کې يې عبدالرشيد دوستم بېرته افغانستان ته ستون شو.

  • واشنګټن پُست

واشنګټن پست ورځپاڼې هم ليکلي چې عبدالرشید دوستم په افغانستان کې تر ټولو لانجمن کس او د ولسمشر لومړی مرستيال بېرته افغانستان ته ستون شو.

ورځپاڼې ليکلي، ښاغلی دوستم یو کال مخکې چې ورباندې د جنسي تېري تورونه پورې شوي وو، بېرته د افغان حکومت د چارواکو له ګرم هرکلي سره مخامخ شو.

جنرال دوستم بېرته د افغان حکومت د چارواکو له ګرم هرکلي سره مخامخ شو.

خو واشنګټن پُست لیکلي چې د ده حقوقي ستونزې تر اوسه پر خپل ځای دي او همداراز هغه ځانمرګی برید چې د يکشنبې په ورځ هغه مهال وشو چې ښاغلی دوستم کابل ته ورسېد، ښکاروي چې افغانستان له ډېرو ننګونو سره مخامخ دی.

ورځپاڼې دې ټکي ته هم پام کړی چې د عبدالرشيد دوستم څرګندونو روښانه کړه چې د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه به له طالبانو سره سوله ورته تر بلې هرې دندې مهمه وي.

مقاله ليکي چې د دوستم او اېشچي قضيه د ولسمشر غني لپاره د سر درد ګرځېدلې وه او مخکې ولسمشر غني دوستم یو پېژندل شوی قاتل بللی وو.

د واشنګټن پُست په وينا، په ترکيه کې د دوستم یو کال تېرولو لامل هلته د ده درملنه یاده شوې او ښايي همداسې وي ځکه ده ډېر شراب څښل او پخوا د اينې په ناروغۍ هم اخته وو.

  • فایننشل ټایمز

فایننشل ټایمز ورځپاڼې يوې بلې موضوع ته کتلي.

ورځپاڼه ليکي، امریکا باید له طالبانو سره د سولې خبرو پر وړانديز ودرېږي.

د ورځپاڼې په وينا، په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن چې له طالبانو سره د خبرو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزير خبره نقل قول کړه، هغه خبره‌يې د رسنيو په سرټکو بدله شوه.

فایننشل ټایمز ليکلي، امريکا لومړی فکر کاوه چې طالبانو ته به په چټکۍ سره او ډېر ژر ماتې ورکړي، خو د امریکا پوځ له مودو راهيسې له دې هيلې لاس اخيستی چې جګړه به په چټکۍ سره پای ته ورسېږي او په دې باور شوی چې بريا ممکنه ده، خو يوازې هغه مهال چې نور وسايل هم په لاس کې ولري.

د امریکا پوځ له مودو راهيسې له دې هيلې لاس اخيستی چې جګړه به په چټکۍ سره پای ته ورسېږي.

د ورځپاڼې په وينا، طالبان د افغانستان پر ۴۰ فیصده خاوره کنټرول لري يا په هغو سيمو کې په جګړه بوخت دي او په عين حال کې سږ کال د ملکيانو تلفات تر بل هر وخت زیات شوي دي، نو ځکه په افغانستان کې سوله په یوه توهم بدله شوې ده.