ساختماني شرکتونه: پر کورنیو چارو وزارت مو ۷ میلیارده افغانۍ پور دی

د ساختماني شرکتونو ټولنه وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو ریاست مخته‌يې د دې لپاره د تحصن خیمه ودروله چې دغه ریاست‌يې د بېلابېلو ترسره کړو پروژو پیسې نه‌دي ورکړي.

د دغې ټولنې مشر داود توتاخېل نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د کورنیو چارو وزارت له دوی څخه ۷ میلیارده افغانۍ پوروړی دی، خو تر اوسه‌یې پیسې نه‌دي ورکړي.

د ښاغلي توتاخېل په خبره، یادې پیسې د هغه شااوخوا ۲۰۰ ساختماني شرکتونو پورې اړه لري چې له تېرو څلورو کالو راهیسې یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کورنیو چارو وزارت بېلابېلې اړوندې پروژې پلې کړې دي.

د ده په خبره، د دغو پیسو نه‌ورکړې، د دوی چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې دوی د یادو شرکتونو شااوخوا درې میلیارده افغانۍ ورکړي، خو د هغو شرکتونو چې پیسې یې پاتې دي، په کارونو کې ستونزې وې.