مشرانو جرګه: حکومت باید دا ځل د خلکو ګټو ته په کتو اوربند اعلان کړي

د افغانستان مشرانو جرګه له حکومته غواړي چې له وسله والو مخالفینو سره د راتلونکي اوربند په اړه له دقته کار واخلي، تر څو ترې ناوړه استفاده ونشي.

مشرانو جرګه په تېر اختر کې له اوربنده را ولاړو شویو ستونزو او اندېښنو ته په پام سره ټینګار کوي چې حکومت باید دا ځل د خلکو ګټو ته په کتو اوربند اعلان کړي.

د دغې جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د تېر اوربند په اړه د سناتورانو تر اندېښنو وروسته ټینګار وکړ چې حکومت باید دا ځل له وسله والو مخالفینو سره په اوربند کې ډېر دقت وکړي.

فضل الهادي مسلمیار

​نوموړي زیاته کړه:

"په تېر اختر کې چې اوربند شوی و، هغه په نېک نیت و، خو له بده مرغه دښمن له هغې ناوړه ګټه واخیسته، ولسمشر او د حکومت مشرتابه ته زمونږ پیغام دا دی چې هغه هدف چې طالبانو او د سیمې استخباراتو په تېر اوربند کې تر لاسه کړ، باید بیا تکرار نه شي، که بیا اوربند اعلانېږي، تاسې باید د نظام او خلکو ګټې خوندې کړئ، تر څو خلک زیانمن نه شي."

که څه هم ښاغلي مسلمیار ونه ویل چې په تېر اختر کې له اوربنده ناوړه استفاده شوې، خو سناتور حسن هوتک دغې غونډې ته وویل چې تېر اوربند د یوه منظم پلان له مخې نه و اعلان شوی، نو ځکه له اوربند وروسته خلکو ته ډېر تلفات واوښتل.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په لوی اختر کې هم له وسله والو مخالفینو سره د اوربند ویلي او دا کار یې د جګړې د ختمولو لپاره د ښه نیت ښودل بللی دی.

افغان حکومت د لومړي ځل لپاره د روژې له ۲۷ مې اوه ورځنۍ یو اړخیز اوربند اعلان کړ چې وروسته بیا طالبانو هم د اختر په درېیو ورځو کې اوربند وکړ.

که څه هم وسله والو مخالفینو له اختر وروسته اوربند ختم کړ، خو حکومت اعلان شوی اوربند د لسو نورو ورځو لپاره هم وغځاوه.

خو انتقادونه موجود دي چې حکومت د اوربند لپاره دقیق پلان نه درلود.

اوس د حکومت اجرائیه ریاست وايي، دا ځل به د اوربند پرېکړه د بېلابېلو اړخونو په نظر کې نیولو سره کېږي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

امید میثم

"هغه لیدلوري او اندېښنې چې د مشرانو جرګې، خلکو او اوړندو بنسټونوله لوري مطرح کېږي، دا ټول په نظر کې نیول کېږي او هغه اوربند چې ټاکل شوی په لوی اختر کې اعلان شي، په هغې کې بېلابېل اړخونه په پام کې نیول کېږي."

له دې سره د سیاسي چارو افغان کارپوهان ټنیګار کوي چې د تېر اختر د اوربند ستونزې ډېرې وې او لا هم په کابل کې د طالبانو د موجودیت او د دوی د ګواښونو په اړه اندېښنې موجودې دي.

له دې ډلې یې یونس فکور وايي، یو اړخیز اوربند ښه انتخاب نه دی، خو که د مخامخ یا غیر مستقیمو خبرو په نتیجه کې د خبرو د پیلېدو او باور جوړونې په خاطر اوربند کېږي، باید دوه اړخیز وي او په دې کې هم باید ښارونو ته د وسله والو له ننوتلو مخنیوی وشي.

راپور: یوسف ځدراڼ