د چین ولسمشر افریقايي هېواد سینیګال ته ورسېد

د چین ولسمشر له څلورو ا هیوادونو څخه د کتنې لپاره پرون افریقايي هیواد سینیګال ته ورسید.

شي جين پینګ به له سینیګال نه جنوبي افریقا ته لاړ شي او بیا به له روندا او د هند د سمندرله ټاپو موریشیس څخه هم کتنه وکړي.

چینيي مشر د سینیګال له چارواکو سره د دوه اړخیزو پوځي او اقتصادي اړیکو په پراخولو خبرې کوي.

شي جین پینګ به په جنوبي افریقا کې د بریکس هیوادونو په سرمشریزه کې هم برخه واخلي.

چین د افریقا تر ټولو ستر تجارتي شریک دی او پیکینګ په ۲۰۱۷ کال کې په افریقايي هیواد جیبوټي کې خپله پوځي اډه هم پرانسته.