امریکا کې د روسیې سفیر: ټرمپ او پوتین پر اوکراین غږیدلي دي

په امریکا کې د روسیې سفیر وايي، د امریکا او روسیې ولسمشرانو په خپلې وروستۍ لیدنې کې د اوکراین په ختیځ کې د تاوتریختیځخوالي د پای ته رسولو لپاره په اساسي وړاندیزونو خبرې کړي دي.

اناتولي اناتولوف دا څرګندونې نن وروسته له هغې کړي چې بلومبرګ رسنۍ د ځینو سرچینو په قول راپور ورکړ چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل هېواد ډیپلوماټانو ته ویل، له ولسمشر ټرمپ سره په وروستۍ لیدنه کې یې د اوکراین په ختیځ کې د یوې ټول پوښتنې د ترسره کولو مسئله مطرح کړې ده.

سره له دې چې د روسیې سفیر د اوکراین په ختیځ کې د ټولپوښتنې په تړاو د روسیې د ولسمشر د وړاندیز راپورونه رد کړي، خو ویلي یې دي، دواړو مشرانو د اوکراین په ختیځ کې د تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو بحثونه کړي دي.

د روسیې سفیر نور جزئیات نه دي ورکړي.

ولسمشر ټرمپ خپله هم پر خپل ټویټر ویلي چې د روسیې له ولسمشر سره یې په وروستۍ لیدنه کې د اوکراین د ختیځ پر وضعیت هم بحث کړی دی.

د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپریل د میاشتې راهېسې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بیلتون غوښتونکي او د اوکراین د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړو کې تر اوسه لس زره کسان وژل شوي دي.