د سپینې ماڼۍ ویاندې، سارا هاکبي سندرز د پنجشنبې په ورځ پر ټوېټر ولیکل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په واشنګټن کې چارواکو ته سپارښتنه کړې چې ولادیمیر پوتین سږ منی واشنګټن ته ور وبولي.
سارا سندرز لیکلي چې ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت په برخه کې له خپل سلاکار، جان بولټن سره غږېدلی او له هغه يې غوښتنه کړې چې پوتین ور وغواړي او د بلنې ترتیبات یې ونیسي.
سارا ساندرز پر ټوېټر ولیکل چې ټرمپ او پوتین په هلسنکي کې د کتنې پر مهال موافقه کړې وه چې د دواړو د امنیت شورا چارواکي به د مسکو او واشنګټن ترمنځ خبرې او تماسونه جاري وساتي.
In Helsinki, @POTUS agreed to ongoing working level dialogue between the two security council staffs. President Trump asked @Ambjohnbolton to invite President Putin to Washington in the fall and those discussions are already underway.
— Sarah Sanders (@PressSec) July 19, 2018
ټرمپ او پوتین د تېرې دوشنبې په ورځ «د جولای په شپاړسمه» په هلسنکي کې سره وکتل.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل چې په هلسنکي کې کتنه یې فوقالعاده بریالۍ وه او غواړي چې یو وار بیا له پوتین سره وګوري او د هغو نظرونو پر عملي کولو چې په هلسنکي کې مطرح شول، کار وکړي.
ټرمپ پرون پر ټوېټر په یوه پیغام کې، پر رسنیو سخت انتقاد وکړ او وېې لیکل چې له پوتین سره د هغه د کتنې په اړه یې ناسم معلومات خپاره شوي دي.
ټرمپ په یوه ټویټ کې ولیکل:
"زموږ کتنه «ټولو ته» فوقالعاده بری دی، خو د خلکو له حقیقي دښمنانو، د جعلي خبرونو له رسنیو پرته."
ولسمشرټرمپ پرون پنجشنبه د امریکا له «CNBS» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل:
"د روسیې له جمهور رئیس سره زما جوړېدل مثبت حرکت دی، نه منفي. خو له دې سره باید ووایم چې که دې نتېجه ور نهکړه نو زه به د هغه «پوتین» داسې دښمن شم چې کله یې نهدی لیدلی، داسې بد دښمن چې هغه هېڅ کله نهدی لرلی."
The Fake News Media is going Crazy! They make up stories without any backup, sources or proof. Many of the stories written about me, and the good people surrounding me, are total fiction. Problem is, when you complain you just give them more publicity. But I’ll complain anyway!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) July 19, 2018
خو کله چې په کلورادو ایالت کې اسپن فورم په نړیواله امنیتي غونډه کې د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې له مشر، دان کوټا څخه ولسمشرانو ، ټرمپ او پوتین د بیا کتنې پوښتنه وشوه، هغه متعجب شو او بې خبري یې څرګنده کړه.
د ټرمپ او پوتین د را روانې کتنې په اړه جزئیات نهدي خپاره شوي.
هغه مسایل هم چې ټرمپ اوپوتین په هلسنکي کې خبرې ورباندې کړي، ډېر واضح نهدي او جزئیات یې هغو ترجمانانو چې له ټرمپ او پوتین سره په کتنه کې د ترجمانۍ لپاره ناست ول، رسنیو ته ورکړي دي.
د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر په اسپین امنیتي فورم کې وویل، زه نه پوهېږم چې دواړو هلته «په هلسنکي کې» څه سره ویلي دي.
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د روسیې له ډیپلوماټانو سره په مسکو کې په کلنۍ غونډه کې وویل چې په واشنګټن کې ځیني کړۍ هڅه کوي چې د هلسنکي د غونډې اهمیت کم څرګند کړي او پایلي یې کمې وګڼي.
پوتین وویل، داسې ګومان کول به چې ټولې هغه ستونزې چې د کلونو په جریان کې د واشنګټن او مسکو ترمنځ زیاتې شوي، په لنډ وخت کې حل شي، سادهګي وي خو د مثبت تغیر پر لور لار پرانیستل شوې ده.
د روسیې ولسمشر وویل چې په هلسنکي کې له ډونالډ ټرمپ سره کتنه یې بریالۍ وه او په اغېزمنو موافقو پای ته ورسېده.