د پاکستان او ایران د پوځ مشرانو د سیمې پر امنیت خبرې کړي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه له خپل ایراني سیال جنرال حسین باقري سره په دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وضعیت خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر جنرال اصف غفور په دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې ویلي:

"په دغه لیدنه کې دوه اړخیزې اړیکې، د سیمې امنیت، دفاعي همکاري او د پاکستان او ایران پر سرحدي تنظیم خبرې وشوې او د دواړو هېوادونو د نظامي همکارۍ پر پراختیا ټینګار وشو."

جنرال قمر جاوید باجوه د ایران پوځي پلاوي ته ویلي چې د پاکستان او ایران همکاري به د سیمې پر امنیت مثبت اغېز ولري.

د ایران د پوځ مشر حسین باقري بیا د پاکستان او ایران د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی او همداشان یې په پاکستان کې وروستۍ ترهګریزې پېښې هم غندلې دي.

د ایران د پوځ مشر په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې تېره اوونۍ د پاکستان، ایران، چین او روسیې د استخباراتي ادارو مشرانو په اسلام اباد کې غونډه کړې وه او د یو شمېر نورو مسایلو په ګډون یې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې له خوا سیمې ته د ورپېښو ګواښونو په اړه خبرې کړې وې.