ډونالد ټوسک: امريکا، روسيه او چين دې له تجارتي جګړې ډډه وکړي

د اروپايي شورا مشر ډونالد ټوسک د امريکا له متحده ايالاتو، روسيې او چين څخه غوښتنه وکړه چې له تجارتي جګړې ډډه وکړي.

د ده په خبره دا مسئله د نړۍ نظم او نړيواله سوله له خطر سره مخامخوي.

ښاغلي ټوسک نن سهار وويل، لا هم د دې شخړې او ګډوډۍ د مخنيوي لپاره وخت شته او ټول اړخونه د ګډ کار او مقابلې د مخنيوي لپاره مشترکه دنده لري.

د اروپايي شورا مشر دا څرګندونې د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه د روسي سيال ولادیمير پوتين د کتنې په درشل کې وکړې.

دواړه ولسمشران نن د فنلند په پلازمېنه هلسينکي کې ګوري.

ډونالد ټوسک چې د اروپايي او چينايي رهبرانو په يوه سرمشريزه کې د ګډون لپاره په پيکېنګ کې و، په خپلو خبرو کې زياته کړه:

"دا د اروپا، چين، د امريکا او روسيې ګډ مسئوليت دى چې د نړيوال تجارت نظم له‌منځه يونه‌سي، بلکې لا يې ښه کړي."