مسؤلین: سږ کال په غور کې د کوکنارو د کښت پر خلاف کمپاین نه دی شوی

د غور ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست وايي چې سږ کال په دې ولایت کې د کوکنارو د کښت پر خلاف کمپاین نه دی شوی.

په غور ولایت کې د کوکنارو د کښت ډېروالی او د دې بوټي پر ضد د کمپاین نه کولو دا اندېښنې را پورته کړې چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، کېدای شي چې په دې ولايت کې د نشه يي موادو تولید، قاچاق او د معتادينو شمېر نور هم ډېر شي.

د غور ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې رياست وايي چې سږ کال په دې ولایت کې تر نورو کلونو ډېر کوکنار کرل شوي، خو حکومت یې د اړولو لپاره پروګرام نه درلود.

د غور ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس محمدیوسف وکیلي ازادي راډیو ته وویل چې سږکال امنيتي ځواکونه په جګړو او د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې مرکزونو په ساتنه بوخت وو، ځکه نو د کوکنارو اړولو ته پام و نه شو.

د ښاغلي وکیلي په وینا، دا مهال د کوکنارو نېښ وهل شروع او تارياک د راټولېدو په حال کې دي، تر دې وروسته که د کوکنارو بوټي واړول هم شي، هېڅ ګټه نه لري.

دی زیاتوي:

"له بده مرغه چې سږکال په غور کې د نشه يي موادو پر وړاندې کمپاین نه دی شوی او زموږ د معلوماتو له مخې، هغه بزګران چې کوکنار یې کرلي وو، خپل حاصلات اخیستي او تر دې وروسته د دې بوټي پر خلاف کمپاين هېڅ ګټه نه لري، سږکال تر نورو کلونو ډېر کوکنار کرل شوي او له بده مرغه و مو نه شوای کولای چې د کښتونو له منځه وړلو پروګرام عملي کړو."

په غور کې ځيني مدني فعالان د کوکنارو په مخنیوي کې د دولت بې غوري د نشه يي موادو په کښت کې د ډېروالي ستر لامل بولي.

د دوی په وینا، حکومت هېڅ کله هم د نشه يي موادو په برخه کې له بزګرانو سره جدي چلند نه دی کړی او دا کار د دې سبب شوی چې بزګران ډېر کوکنار وکري.

د دې ولایت يوه مدني فعال محمد وزیر نوراني ازادي راډیو ته وویل:

"ّکوکنار د نورو ولایتونو غوندې په غور کې هم کرل کېږي، له بده مرغه چې په دې ولایت کې سلګونه ټنه تارياک راټول شوي او نور نشه يي مواد هم تولید شوي دي، ترڅو چې دولت د یو منظم پروګرام له مخې د نشه يي موادو پر خلاف اقدام و نه کړي، خلک به د کوکنارو کښت ته همداسې دوام ورکوي."

په ورته وخت کې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم دا مني چې د دوی امنيتي ځواکونو د زیات مصروفيت له امله و نه شوای کولای چې د کوکنارو کښتونه واړوي، دی وايي چې بزګرانو زموږ د امنيتي ځواکونو له مصروفیته ناوړه ګټه واخیسته او له کوکنارو څخه يې تارياک ټول کړل.

ښاغلی خطیبي زیاتوي چې په ژمي کې به هڅه وکړي چې د پراخو تبلیغاتو له لارې، د کوکنارو د کښت مخه ونيسي.

ښاغلی خطیبي وايي:

"د غور سیمه يیزه اداره له نشه يي موادو سره مبارزه کوي، خو له بده مرغه چې په روان کال کې ناامنۍ او په ولسواليو کې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په مرکزونو کې د امنیتي ځواکونو مصروفیت د نشه يي موادو پر خلاف مبارزه ټکنۍ کړې وه."

په غور کې د کوکنارو د کښت پر وړاندې د حکومت پټه خوله پاتې کېدل هغه مهال د خلکو انتقادونه راپورته کړل چې د معتادینو شمېر ډېر شو.

د يادونې وړ ده چې دا مهال په غور کې نېږدې ۷۰ زره کسان په نشو اخته او د معتادينو د کورنيو تر څنګ يې عامو خلکو ته هم ګڼ شمېر ستونزې پيدا کړي دي.

راپور: قادر غفوري

Your browser doesn’t support HTML5

د غور راپور