فوټبال: کرويشيا دوه د يو په وړاندې انګلستان ته ماتې ورکړه

په روسيه کې د ٢٠١٨ میلادي کال د نړيوال جام د منځ لوبو په دوهمه مسابقه کې تېره شپه کرويشيا دوه د يو په وړاندې انګلستان ته ماتې ورکړه.

دا اول وار دى چې کرويشيا پاي‌لوبې ته وځي او په پاي‌لوبه کې به د راتلونکې يکشنبې په ورځ له فرانسې سره مخامخ شي.