د پاکستان پولیس وايي، په پېښور کې د انتخاباتي کمپاین لپاره پر راټولو شویو خلکو ځان وژونکی برید شوی چې د عوامي نېشنل ګوند د یو مشر په ګډونیې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي دي.
د پولیسو یو چارواکي قاضي جمیل خبریالانو ته ویلي، د سې شنبې د ورځې پهدې برید کې تر ۳۰ زیات کسان ټپیان شوي هم دي.
د برید هدف د عوامي نېشنل ګوند د انتخاباتي کمپاین یوه غونډه وه.
چاودنه هغه مهال وشوه چې د ایالتي اسامبلۍ لپاره د دې ګوند کاندید هارون بلور د غونډې ځای ته ورسېده.
نوموړی پهدې چاودنه کې وژل شوی دی.
هارون د بشیر بلور زوی و.
بشیر بلور خپله په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په یو ځانوژونکي برید کې وژل شوی و.
دا برید له هغې څو ساعته وروسته وشو چې د دې هېواد د پوځ ویاند د جولای د ۲۵مې نېټې له انتخاباتو مخکې د امنیتي ګواښونو خبرداری ورکړ.