د شجریزاده په نوم یوه ایرانۍ ښځه په دوه کاله بند محکومه شوې

د شهپرک شجریزاده په نوم ایرانۍ ښځه چې تېر کال په ډسمبر میاشت کې یې په سوله‌ییز ډول له اجباري حجاب سره په اعتراض کې خپل پړونی په عام محضر کې له سره لیرې کړی و، وايي چې په دوه کاله بند محکومه شوې ده.

دا ښځه وایي چې د ۱۸ کاله تعلیقي زندان حکم هم ورباندې شوی دی.

شجریزاده نن په انستاګرام کې لیکلي:

"د ا په دې معنی ده چې زه باید ۲۰ کاله پټه خوله پاتې شم او په هېڅ ډول فعالیت کې باید ګډون ونه‌کړم."

په ایران کې تېره میاشت پېژندل شوې وکیله نسرین ستوده چې د شجریزاده او نورو هغو ښځو چې د اجباري حجاب پر ضد د اعتراض له امله توقیف شوې وې، وکالت‌یې کاوه، تېره میاشت ونیول شوه.

شجریزاده ۴۲ کلنه ده او څو میاشتې مخکې په ضمانت خوشې شوه.

یو شمېر راپورونه وايي چې هغه له ایرانه وتلې ده.