ارزګان چارواکي: دولت یوازې په چهارچینو کې یو د ملي اردو کمپ په لاس کې لري

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ سیمه‎ییز چارواکي وايي، دغه ولسوالۍ وسله‎والو طالبانو له تېر یوه کال راهیسې محاصره کړې، خو ولایتي او مرکزي ادارې ورته لاس تر زنې ناست دي.

د یادې ولسوالۍ ولسوال محمد کریم کریمي د ټیلیفون پر کرښه د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د یادې ولسوالۍ نیم بازار د وسله‎والو طالبانو په ولکه کې ده او د دوی یوازې یو د ملي اردو کمپ په لاس کې دي.

نوموړی وايي، په یاده ولسوالۍ کې د دولت تر ولکې لاندې سیمو کې ښوونځي، روغتیايي مرکز او نه هم نورې ادارې لري.

ښاغلي کریمي وویل:

"چهارچینو ولسوالۍ له تېر یوه کال راهیسې وسله‎والو طالبانو داسې محاصره کړې چې زموږ یوازې د ملي اردو یو کمپ په لاس کې دی او موږ په دغه کمپ کې اوسېږو، د کمپ په ۲۰۰ متري کې وسله‎وال طالبان دي، نور ټوله ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده."

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان محمد معروف احمدزی بیا دا نه مني چې یاده ولسوالۍ وسله والو طالبانو محاصره کړې وي، خو دا مني چې هلته زیاتې سیمې د طالبانو په لاس کې دي.

بل خوا امنیتي مسؤلین خبر ورکوي چې په مرکز ترینکوټ کې یې د عملیاتو پر مهال ۵۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته په یوه استولي برښنالیک کې ویلي چې دغلته د افغان پوځ روان عملیات یې پر شا تمبولي او زیات شمېر افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور