غور کې ناامنیو شااوخوا زر کورنۍ بې‌ځایه کړي

په غور کې د وروستیو ناامنیو تر ډېرېدو وروسته شااوخوا زر کورنۍ د دغه ولایت له مرکز او شااوخوا سیمو څخه له خپلو کورونو وتلي او په فیروزکوه ښار کې ځای پر ځای شوي دي.

د دغه ولایت د کډوالو چارو رئیس عبدالرب غفوري ازادي راډیو ته ویلي چې دوی د دغو بې‎ځایه شویو د شمېر د ډېرېدو له کبله اندېښمن دي.

دی وايي:

"زموږ اندېښنې د تېرو کلونو او هم د سږ کال د کال د پیل په مقایسه ډېرې دي، ځکه د بې‎ځایه شویو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي."

د ښاغلي غفوري په خبره دوی د خیریه مؤسسو په همکارۍ توانېدلي له دغو بې‎ځایه شویو سره مرسته وکړي، خو وایي دا مرستې کافي نه‎دي.

ویل کېږي د طالبانو او نورو غیر مسؤله وسله‎والو ډلو بریدونه او وچکالي د دغو کسانو د بې‎ځایه کېدو اصلي لاملونه دي.