ولسي جرګه: د افغانستان بانک رئیس د «افغانیو» په ثابت ساتلو کې پاتې راغلی

د افغانستان د ولسي جرګې د اقتصاد ملي کمېسیون د افغانستان بانک تورنوي چې د پولي سیاست په تطبیق کې پاتې راغلی او همدا لاامل شوی چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو بیه په بې ساري ډول راټیټه شي.

د ولسي جرګې د اقتصاد ملي کمېسیون وايي، د افغانستان بانک رئیس په خپلو کارونو کې پاتې راغلی او باید د جرګې له خوا ستیضاح شي.

د دغه کمېسیون رئیس منور شاه بهادري د جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د بیې د رالوېدو یو لامل د افغانستان بانک له لوري په سمه توګه د پولي سیاست نه پلي کېدل یاد کړل.

ولسي جرګه

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان بانک د پولي سیاست په تطبیق او په بازارنو کې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د بیې د ټیټېدو او ثابت ساتلو د کنټرول په برخه کې ناکام دی او دې مسئلې په بازارونو کې په ورځنیو چارو او راکړې ورکړې او دغه شان د هېواد په اقتصادي سیسټم ناوړه اغېزې کړی."

د ملي اقتصاد کمېسیون په راپور کې راغلي چې له قانون سره سم د افغانستان بانک په ګدامونو کې باید افغانۍ موجودې وای، خو اوس یې پر ځای ډالر ذخیره شوي.

په تېرو څو میاشتو کې د ډالر په وړاندې د افغانیو بیه په بې ساري ډول راولوېده، څه موده وړاندې یو امریکايي ډالر په ۶۳ افغانیو بدلېده، خو اوس یو ډالر په ۷۳ افغانۍ او ۵۰ پوله بدلېږي.

د ډالرو د بیې لوړېدلو د افغانستان په بازارونو کې پر خوراکي او د نورو بېلابېلو موادو پر بیوو ناوړه اغېز کړی او لوړې شوې دي.

په ورته وخت کې د دغې جرګې یو بل غړي صالح محمد سلجقوي وړاندیز وکړ چې له استحیضاح وړاندې باید د افغانستان بانک رئیس استجوابیه غونډې ته راوبلل شي، خو جرګې په دې اړه کومه ځانګړې پرېکړه ونه کړه.

د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور ازادي راډيو ته ویل چې دوی پولي سیاست ښه پلی کړی او د افغانیو په وړاندې د ډالرو د بیې لوړېدل نړیوال او سیمه ییز عوامل لري.

دافغانستان بانک

نوموړي زیاته کړه:

"داچې د ډالرو بیې لوړې شوې، نړیوالو مسایل او خپله د ډالرو په ارزښت پورې اړه لري، د ګاونډیو هېوادونو اسعار ډېر راټیټ شوي او په دغه هېوادونو کې ډالرو ته تقضا زیاته شوې ده او د افغانستان له مارکېټونو نه ډالر قاچاق کېږي چې دا ټول د ډالرو په وړاندې د افغانیو د بیې د راټیټېدو لاملونه دي."

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر وايي چې د یو هېواد د اسعاور بیه د هغه هېواد په صادراتو پورې اړه لري.

ښاغلی اکبر زیاتوي، کله چې د افغانیو بیه را لوېږي، پر بېوزلۍ او پر بې کارۍ ناوړه اغېز کوي چې حکومت یې باید مخه ونیسي.

د افغانستان بانک چارواکي وايي، په ټوله کې په نړیوالو بازارونو کې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ډالرو بیه لوړه شوې چې د سیمې د هېوادونو پر اسعارو یې اثر زیات، خو پر افغانیو اوس هم کم دی.

راپور: رحمت الله افغان