ایزدیار: د فاسدینو او زورواکو پر وړاندې مبارزه باید له توپیر پرته عملي شي

مشرانو جرګې لومړی مرستیال وايي، د قانون ماتوونکو، فاسدینو او زورواکو پر وړاندې مبارزه باید له توپیر پرته پر ټولو یو شان عملي شي.

په داسې حال کې چې د زورواکو او له قانونه په سرغړونې د تورنو کسانو په وړاندې د حکومت مبارزې د ټینګ هر کلي تر څنګ، ځيني اعتراضونه هم راپارولي چې د افغانستان مشرانو جرګه یې په سرتاسریتوب ټینګار کوي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وايي، د غاصبینو، فاسدینو او زورواکو پر وړاندې پیل شوې مبارزه که بې توپیره عملي نشي، د هر کلي تر څنګ ممکن د خلکو غوصه راوپاروي.

محمد علم ایزدیار د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، ښه دا ده چې دا مبارزه او یا د حکومت اصلاحي پروګرامونه له امنو سیمو پیل او بیا نورو سیمو او ولایتونو ته وغځول شي.

محمد علم ایزدیار

نوموړي وویل:

"د هېواد په هر ځای او د هرې سیاسي ډلې پر وړاندې یو شان عمل چې دوی مهار او قانون ته غاړه کېږدي، دا سم کار دی او خلک يې هم ملاتړ کوي، خو په دغې مبارزه کې باید دوه ټکي په پام کې ونیول شي، لومړی دا چې دوه ګونی چلند پکې ونشي او دوهم دا چې د وخت حساسیت او د هېواد وضعیت پکې په پام کې ونیول شي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان دفاع وزارت د څلورو زورواکو او سیمه ییزو قوماندانانو د نیول کېدو خبر ورکړ چې د پوستو په سقوط او قانوني سرغړونو کې ښکېل بلل شوي دي.

په نیول شویو کسانو کې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان او د پاڅون کوونکو په برخه کې د هېواد د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی نظام الدین قیصاري له ارزګانه رحیم الله، له فراه داود مبارز او له بدخشانه نادرشاه شامل دي چې د دفاع وزارت په وینا، د څېړنو لپاره لويې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ په ننګرهار کې د افغان ځواکونو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د یوه سرتېري هغې وینا پرې اغېز کړی چې نه پوهېږي اصلي دښمن يې غیر مسؤله وسله وال زورواکي دي، طالبان دي او یا که داعشیان.

ولسمشر غني ویلي، له دې وروسته غیر مسؤل وسله وال نه مني او حکومت به يې پر وړاندې په جدي ډول ودرېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني

که څه هم حکومت دا مبارزه سرتاسري او له سیاسي او قومي مسایلو لېرې بللې، خو پوښتنه دا ده چې دا مبارزه ولې اوس؟

د افغانستان د ستراتېژیکو او سیمه‌ ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالباقي امین ازادي راډيو ته وویل، حکومت د خپل تسلط د ټینګښت په خاطر دې ته اړ شوی چې ځيني اقدامات تر سره کړي.

دی وایي:

"د حکومت تسلط کمزوری شوی او ولسمشر مجبور دی چې د حکومت پر وړاندې را پورته شوي چیلنجونه کم او پر وړاندې يې د حکومت تسلط ټینګ کړي، دا وخت تر ډېره هېواد مافیایي شوی او ډېر خلک قانون ته غاړه نږدي، دا کار باید مخکې شوی وای او اوس هم باید جدي ونیول شي."

دی وايي، د بشپړ حاکمیت د ټينګښت او د یوې قانونمندې ټولنې د جوړولو لپاره حکومت ته ښايي چې د سیاسي یووالي په رڼا کې خلکو ته ثابته کړي چې دا مبارزه سراسري او یوازې د قانون د حاکمیت په خاطر ده.

ښاغلی امین ټينګار کوي چې خلک او سیاسي ډلې هم باید د حکومت هر اصلاحي پروګرام ته قومي او سیاسي رنګ ورنه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ