د روسیې له خلکو د سولې د ولسي حرکت غوښتنه!

د سولې د سولې حرکت غړو پرون جمعه د خپل پرلت لمن په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته وغوړوله.

د سولې لپاره د دې ولسي حرکت مشر، اقبال خیبر پرون ازادي راډیو ته وویل چې د روسیې له خلکو غواړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر خپل حکومت فشار راولي.

ښاغلي اقبال وویل، په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو په وړاندې د دې پرلتونو هدف دادی چې نور ولسونه د افغانانو ستونزو ته متوجه کړي اوهغوی پر خپلو حکومتونو فشار اچولو ته اړ کړي.

د خیبر په وینا، په وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې روسیه په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي.

د روسیې د سفارت مخته د پرلت هدف دا دی چې د روسیې خلک دې متوجه شي او پر خپل حکومت فشار راولي.

اقبال خیبر

اقبال خیبر زیاته کړه:

"د روسیې له خلکوغواړو چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره رول ولوبوي، لکه څرنګه چې رپوټونه وايي، او لکه څرنګه چې په کره اسنادوکې معلومېږي، روسیه وسله والو طالبانو او نورو ډلو ته چې په افغانستان کې جنګېږي، مرستې کړې دي او په افغانستان کې د جګړې اړخونو ته وسلې او پيسې ورکوي."

د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړو کابل ته تر رسېدو وروسته له جمهور رئیس، محمد اشرف غني سره وکتل، د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته یې پرلت وکړ او د دې سازمان عمومي منشي ته یې لیک هم ور واستاوه.

Your browser doesn’t support HTML5

د سولې ولسي کاروان د ملګرو ملتونو سازمان دفتر مخ ته پرلت پیل کړ

د سولې لپاره له دې ولسي حرکت سره په پېښور کې د یو شمېر افغان کډوالو، د کونړ، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو ولسي حرکتونه هم په کابل کې یوځای شوي دي.

د سولې لپاره دا ولسي حرکت په راتلونکو ورځو کې په کابل کې د پاکستان، انګلستان او ایران د سفارتونو مخې ته هم د پرلتونو پلان لري.

د هغوی په وینا، تمه ده چې د پاکستان د سفارت مخې ته له پرلت سره به زرګونه کسان ملګري شي.

په کابل کې د سولې د پرلت ویاند، بسم الله وطندوست پرون ازادي راډیو ته وویل چې د مدنې ټولنې غړي، ځیني سوداګري شرکتونه، پانګوال او یوشمېر خصوصي روغتونونه د اړتیا په وخت کې مرسته ورسره کوي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد، پوهاند ودیر صافي بېګا ازادي راډیو ته وویل چې دا ولسي حرکت د ټولنې له منځه را ولاړ شوی او د سولې لپاره هڅې يې اغېزمنې دي.

نوموړي زیاته کړه:

استاد ودیر صافی

"خلک سړکونو ته راوتلي دي، دا د سولې لپاره تر ټولو ښه او پیاوړې لار ده، د دې حرکت مخنیوی نه شي کېدلائ، دا د افغان ولس طوپان دی او د سولې له عملي کېدو سره باید پاي ته ورسېږي."

د سولې ولسي حرکت د پنجشنبې په ورځ، د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د منځګړیتوب یوه کمېټه هم وټاکله.

Your browser doesn’t support HTML5

له بسم الله وطندوست سره مرکه

خو وسله والو طالبانو د افغانستان له حکومت سره مخامخ مذاکرې په مکرر دول رد کړې دي.

وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه او په کې ويې ویل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په حضور کې، د سولې لپاره خبرو ته چندان لېوال نه دي.