د سولې د ولسي حرکت غړي د روسیې د سفارت مخې ته پرلت وهي

د سولې ولسي حرکت غړي وايي چې نن په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته تر نامعلومې مودې پرلت پيلوي.

د دغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې، دوی له روسیې څخه غواړي په افغانستان کې خپلې مداخلې بندې کړي:

"پر هغوى مو غږ دى چې له افغان جګړې څخه لاس وباسي او د افغانستان په جګړه کې مداخله ونه کړي. دوى چې له امريکا سره کوم تضاد لري، له بلې سيمې دې دا کار واخلي. افغانستان د دې ځاى نه دى چې دوى له امريکا سره دلته ډغرې ووهي او له امريکا سره دلته جګړه وکړي."

د ښاغلي وطندوست په خبره دوی همداراز د داسې یوې جرګګۍ پر جوړولو موافقه کړې، چې غړي به يې په بېلابېلو سيمو کې د حکومت او د دولت د وسلوالو مخالفانو ترمنځ منځګړيتوب کوي.

د هلمند د سولې ولسي حرکت تر دې دمه په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوى ماموريت يا يوناما د دفتر او د امریکا سفارت مخې ته پرلت کړى او په افغانستان کې يې د جګړې د درېدو غوښتنه مطرح کړې ده.