د سولې شورا: د سولې د هر حرکت ملاتړ کوو

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان په هره برخه کې د سولې د هر حرکت ملاتړ کوي.

د دې شورا وياند سيد احسان طاهري د سولې ولسي حرکت وروستي پرلت او اعتراضونو ته په پام سره ازادي راډيو ته وويل:

"موږ د هر هغه حرکت، پروګرام او غږ چې د افغانستان په هره برخه کې د سولې پروسې لپاره اوچتېږي هرکلى کوو، نه يوازې هرکلى يې کوو، بلکې ورسره همکارۍ ته هم چمتو يو."

د سولې عالي شورا وايي، وروستي حرکتونه او هڅې ښيي چې د افغانستان د سولې پروسه د افغانانو په لاس او حاکميت کې ده.

د سولې عالي شورا تر دې مخکې خبر ورکړى و چې په نږدې راتلونکي کې به افغانان د سولې د پروسې په تړاو د لويو پرمختګونو شاهدان وي.

دغې شورا په دې اړه نور جزئيات نه وو ورکړي.