یوشمېر افغان او بهرني جکپوړې چارواکي کندز ته په سفر تللي

د کندز د سیمه ییزو چارواکو په وینا چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملي دفاع ،کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیالانو په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان، د ایټالیې، فرانسې، اسټرالیا او د انګلستان هېوادونو سفیرانو د هالنډ، هندوستان او جرمنې سفارتونو استازې په کې شامل وو دغه ولایت ته په سفر راغلي وو.

د کندز والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو پرمهال یې وویل چې افغان او بهرني جکپوړي چارواکي د امنیت ارزونې په هدف دغه ولایت ته په سفر راغلي دي.

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي پر افغان جګپوړو چارواکو غږ وکړ چې د دغه ولایت درې تازه منظور شوي ولسوالۍ ډېر ژره د وسله والو مخالفانو له شتون څخه پاکې کړي او هلته ته دې خلکو ته عامه خدمات وړاندې کړي:

محمد یوسف ایوبي

"درې کاله وړاندې افغان ولسمشر کندز ته دسفر پر مهال دغه ولایت ته یې درې تازه ولسوالۍ منظور کړې، خو دغه ولسوالۍ لاتراوسه د وسله والو مخالفانو تر واک لاندې دي، باید دغه ولسوالۍ ډېر ژره فعاله شي او هلته باید خلکو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونو وړاندې شي"

بل خوا په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په خپلو خبرو کې وویل، څرنګه چې دوی په پوره قوت سره د جګړې په ډګر کې د افغان پوځیانو ملاټر کوي همداشان د سولې په بهېر کې هم د افغان دولت سره اوږه پر اوږه همکاري کوي:

"زه یوځل بیا له تاسو سره ژمنه کوم چې موږ هېڅ کله هم د کندز خلک یوازې نه پرېږدو او موږ ستاسو ترڅنګ یو او همداشان موږ د افغانستان حکومت سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوو."

له دې سره سم د افغانستان د ملي دفاع وزیر ډګرجنرال طارق شاه بهرامي وویل چې د افغانستان حکومت د وسله والو مخالفانو د ځپلو په وړاندې جدي اراده لري او ډېر ژر به دغه ولایت د دولت ضد عناصرو له شتون څخه پاک کړي:

طارق شاه بهرامي

"هغه ډلې چې سوله نه مني او جګړې ته زور ورکوي او زموږ بې ګناه خلک وژني، نو زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو جدې اراده لري چې هغوي له منځه یوسې، ترڅو سولې ته غاړه کېږدي او له جګړې څخه لاس واخلي."

خو کندزیان بیا وايي چې د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره دا څلورم ځل دي چې افغان او بهرنې جکپوړې چارواکي دغه ولایت ته سفر کوي او په هرسفر کې د دې ولایت خلکو سره په بېلابېلو برخو کې په ځانکړې توګه د امنیت راوستو په برخه کې ژمنې کوي، خو په عمل کې د دغو ژمنو څرک هم نه لېدل کېږي او د دې ولایت په امنیتي وضعیت کې هم کوم بدلون نه دې راغلي.

راپور: اجمل آرین