د امریکا او ایران حکومتونو یو وار بیا یو او بل ته خبرداری ورکړی

د امریکا او ایران حکومتونو یو وار بیا یوه او بل ته خبرداری ورکړی دی.

د امریکا متحدو ایالاتو په وروستیو کې د ایران د تېلو پر صارداتو د بندیز لګولو هڅې پیل کړې او ایران خبرداری ورکړی چې په مقابل کې به یې د فارس په خلیج کې د تېلو د ټانکرونو د تېرېدو مخنیوی وکړي.

د ایران ولسمشر، حسن روحاني پرون چهارشنبه د اتريش په پلازمېنه، ویانا کې دې ته اشاره وکړه چې حکومت یې کولائ شي چې د فارس پر خلیج له پرتو هېوادونو لکه متحده عربي اماراتو، کوېټ او عراقه د تېلو د ټانکرونو د حرکت مخنیوی وکړي.

روحاني اشاره وکړه چې دا کار ښايي د امریکا د بندیزونو د پلان په ځواب کې وي ځکه ویې ویل:

حسن روحاني

"امریکاييان وايي چې غواړي د ایران د تېلو صادرات صفر ته ورسېږي، داسې څرګندېږي چې هغوی د دې کار پر عواقبو فکر نه دی کړی."

حسن روحاني مخامخ نور جزئیات ورنه کړل او څه یې ونه ویل.

خو یوشمېر ایراني چارواکو تر دې مخکې، خبرداری ورکړی و چې له ایران سره د امریکا د دښمنۍ د هر حرکت په وړاندې په غبرګون کې به د هرمز تنګی بند کړي.

د هرمز تنګنی یا تنګه لار د عمان د خلیج او د فارس خلیج ترمنځ، د اوبو نرۍ لار ده چې تقریباً ټولې نړۍ ته د خلیج د هېوادونو دتېلو ستر ټانکرونه ورباندې تېرېږي.

د هرمز تنګي نقشه

د ایران د "ګاردان انقلاب اسلامي" لوړ رتبه قوماندان، برید جنرال قاسم سلېماني، په ویانا کې د روحاني د وینا ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دا پوځي ځواک تیار دی چې د روحاني پالیسي عملي کړي.

د ایران دولتي خبري اژانس، اېرنا، لیکلي چې جنرال سلېماني د حسن روحاني وینا پرځای او پر وخت بللې ده.

د واشنګټن له پلان سره سم، ټاکل شوې چې د نومبر د میاشتې په څلورمه نېټه، پر ایران د متحدو ایالاتو بندیزونه جاري شي.

ایران د امریکا د مالي بندیزونو له امکان سره هم مخامخ دی.

متحدو ایالاتو تېره اوونۍ پر نړيواله ټولنه غږ وکړ چې له ایرانه د تېلو صادرات بند کړي.

د رپوټونو په حواله، د امریکا د متحدو ایالاتو حکومت هڅه کوي چې په اسیا کې د ایران د خامو تېلو ستر خریداران قانع کړي چې له ایرانه د تېلو اخیستل بند کړي.

د بېلګې په ډول، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې، نيکې هیلي په وروستیو کې هند ته په رسمي سفر کې، د هغه هېواد صدراعظم نرېندرا مودي ته وویل چې له ایرانه د تېلو صادرات بند کړي.

په اسیا کې د ایران د تېلو بل ستر خریدار جاپان دی.

د جاپان د خبري اژانس، کيودو په حواله، د جاپان حکومت واشنګټن ته خبر ورکړی چې که د ایران د خامو تېلو واردات کم کړي، اقتصاد ته یې زیان رسېږي.

خو د کیودو په حواله، پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله، د جاپان صدراعظم شین زو ابې چې باید سږ دوبی په رسمي سفر تهران ته تللی وائ، ایران ته د تګ پلان لغو کړی دی.